<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-11 18:14:37    
چينګ داو د بېجينګ د اولمپيک لوبو له لارې چټک پرمختګ وکړي.

cri

له ١٩٨٤ کال راهيسی، د لوس انجليس د اولمپيک لوبو راهيسی، د اولمپيک لوبې د کوربه هېوادونو او ښارونو اقتصاد او ټولنيز پرمختګ پياوړی کوي.

د شميرنې له مخې: له ١٩٨١ کال نه تر ١٩٨٨ کاله پورې، د کوريا جمهوريت د سيول د اولمپيک لوبو د تياری له کارونو څخه د اوه مليارډو امريکايې ډالرو په ارزښت توليدی عايدات او دوه مليارډ او اوه سوه مليون کورني عايدات تر لاسه کړل. په ٢٠٠٠ کال کې سيډنی د اولمپيک لوبو له امله له نورو هېوادونو او سيمو څخه اته مليارډ او اوه سوه مليون امريکايی ډالره پانګې ورجلبې کړې . نو د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک لوبې به په اقتصادی او ټولنيزو ساحو کې د بېجينګ پرمختګ پياوړی کړي، د دې ترڅنګ به د اولمپيک په دغو لوبو کې د بېجينګ د همکارۍ ښارونه چټک پرمختګ ومومي.

د چين سمندری ښار چينګ داو د بېجينګ له همکارۍ کوونکو ښارونو څخه يو دی چې په ٢٠٠٨ کال کې به د اولمپيک لوبو د بادي کشتۍ چلولو سيالی په کې تر سره شي. په ٢٠٠٣ کال کې د بېجينګ د همکارۍ کوونکی ښار په توګه له ټاکنې راهيسی، چينګ داو چټک پرمختګ موندلی دی. په تېرو څلورو کلونو کې د چينګ داو ښار د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت د زياتوالی کلنی انډول په منځنی توګه شپاړس اعشاريه څلور سلنې ته رسيدلی او د ځايی مالی عايداتو زياتوالی کلنی انډول يې دوه ويشت اعشاريه اته سلنې ته رسيدلی دی چې د اوسيدونکو د ژوند سويې او کيفيت پرمختګ ته يې ښه زمينه برابره کړې ده.

د يوې بلی شميرنې له مخې: په تېرو څو کلونو کې چينګ داو ښار په مستقيمه توګه د اولمپيک لوبو په اړه د ودانيو د جوړولو لپاره شل مليارډ يوانه پانګې لګولی دی. دغه ودانی نه يوازی د اولمپيک ودانی دي، بلکې يو لړ اساسی تاسيسات پکې شامل دي.

د سيلانی چاری د اولمپيک د اقتصاد يوه مهمه برخه ده. د بېلګې په توګه په ٢٠٠٠ کال کې استراليا د اولمپيک لوبو له امله د څلور مليارډ او دوه سوه اويا مليون امريکايې ډالرو په ارزښت د سيلانی عايدات تر لاسه کړل. چينګ داو ښار په چين کې د سيلانۍ يو مشهور ښار ګڼل کېږي. په تېرو څو کلونو کې يې د اولمپيک لوبو له امله يې په نړۍ کې خپله اغيزه پراخه کړې ده. د چينګ داو ښاروال ښاغلی شيا ګنګ وويل: په تېرو څو کلونو کې موږ تل په ګډه د اولمپيک د پيژندنې ، د ښاري پرمختيا او د سيلانۍ چارې پياوړې کړې. موږ په جلا جلا توګه د امريکا، بريتانيا، فرانسی،روسيې، جاپان او کوريا جمهوريت په ګډون په ديرشو هېوادونو کې د ښاري د مارک د پيژندنې فعاليتونه تر سره کړل.

له بهرنيو هېوادونو او سيمو څخه چينګ داو ته د سيلانيانو شمير په ٢٠٠٠کال څلور لکه او شل زره تنه وو او په ٢٠٠٦ کال اته لکه او پنځوس زره تنو ته زيات شوی دی چې منځنی کلنۍ انډول يې په سلو کې نولس اعشاريه پنځه او د سيلانی عايداتو کلنی انډول يې په سلو کې دوه ويشت اعشاريه اته ته رسيدلی دی.