<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-11 18:24:18    
د چين مشهوره ښځينه پيانوغږونکې لي انګ

cri

ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم! زه غوټۍ يم او د پروګرام دغې کړۍ ته مو هر کلی کوم. ښځينه پيانو غږونکې لی انګ چې يوازی دوه ويشت کاله عمر لری، څو مياشتې دمخه يې په بېجينګ کې خپل ځانګړی کنسرټ تر سره کړ. کله يې چې عمر تر لسو کلونو څخه زيات شو ، د پيانو غږولو لپاره نورو هيوادونو ته تله او په بېلابېلو نندارو کې يي ګډون کاوه. اوس هغه د نورو هېوادونو اوريدونکو ته د چينی موسيقی د ورپيژندولو لپاره کوښښ کوي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسی د لي انګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړو. 

ګرانو دوستانو، دغه موسيقی چې تاسی واوريده ، په ياد شوی کنسرټ کې د لي انګ له خوا غږول شوې وه. دغه کنسرټ ډېر بريالی وو او د ټولو نندارچيانو مينه يې راجلبه کړېده. يو نندارچی د لی انګ داسې ستاينه کوی:

زما په اند، لي انګ يوه ډېره غوره پيانوغږونکې ده چې د پيانو وهلو فن يي ډېر ښه دی. په عمومی توګه ويل کېږي چې دغه کنسرټ بريالی شو او لي انګ يوه بريالی او غوره پيانوغږونکې ده.

د لي انګ پلار يو انجنير او مور يې يوه ډاکتره ده چې ټول له موسيقۍ سره مينه لري. د لی انګ کور د هغی ماشومتوب له وخت راهيسی، له خوښيو او د پيانو غږولو له غږونو څخه ډک و، نوموړی د خپل د ماشومتوب ښکلې وخت داسې يادونه کوي :

کله چې مې عمرد يو کال په شاوخوا کې و ،د پيانو په غږولو مې پيل وکړ ځکه زما پيانو يوه کوچنی پيانو وه او پلار او مور مې په ګډه سندرې ويلې . د څلورکلنۍ په وخت کې مې د پلار او مور په ملاتړ په رسمی توګه پيانو غږول زده کړه کړل.

لی انګ د شپږو کلونو په منګ د بېجينګ د موسيقی په سالون کې خپله لومړنۍ ننداره وکړه. له دې وروسته د لي انګ مور او پلار ټينګ هوډ درلود چې خپله لور د يوې مسلکي پيانو غږونکې په توګه وروزي. په لومړنی ښوونځي کې له شامليدو وروسته، لی انګ هره ورځ د زده کړې په فارغ وخت کې دری ساعته تمرين کاوه چې په دې توګه يې د خپل ننني برياليتوب لپاره کلک بنسټ ايښی دی.

د لس کلنۍ په وخت کې لی انګ د مور په ملګرتيا د امريکا د موسيقې په يو پوهنتون کې په زده کړې پيل وکړ سره له دې چې په امريکا کې د ژوند په هکله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کيده . لی انګ وويل: 

که څه هم د موسيقۍ د زده کړې لارې سختې او پيچلې دي، خو دا يوه ارزښتناکه لار هم ده. زه د پيانو غږولو له فن سره مينه لرم او پيانو زما د ژوند يوه ډېره مهمه برخه ګڼل کېږي. نو زه هره ورځ د ټولو ستونزو په له منځه وړلو سره د پيانو پر تمرين مشغوله يم .

د ديارلس کلنۍ په وخت کې لي انګ په نيويارک کې د لينکن په هنری مرکز کې د سمفونی موسيقی له ډلې سره همکاری پيل کړه. تر هغه وروسته خبري رسنيو ورته زياته پاملرنه وکړه.

نن ورځ ډير زيات چيانيان له پيانو څخه د زده کړې لپاره امريکا او اروپا ته ځي او زيات چينايی هنرمندان په نړيواله کچه د دريځ پر سر نندارې وړاندې کوی . دوی په دې هڅه کې دي چې له لويديځی موسيقۍ څخه د زده کړې تر څنګ د نورو هېوادونو نندارچيانو ته د چين دوديزې موسيقۍ هم وروپيژني. لي انګ هم په دې هڅه کې ده . روان کال لي انګ په امريکا کې په يو ځانګړی کنسرټ کې دوه چينايی موسيقۍ وغږولې چې يوه يي د کانګ دينګ د مينې ترانه او بل يي د ليو يانګ سيند په نامه ياديږي. لی انګ وويل:

زه له دغو دوو موسيقو سره ډېره مينه لرم چې د ماشومتوب په موده کې مې اوريدلي وې . دغه دوه ترانې د پيانو غږولو لپاره ډيرې مناسبې دی. په راتلونکی کې به زه په نورو هېوادونو کې لا زياتې چينايی دوديزې موسيقۍ اوريدونکو ته وروپيژنم . زما په اند، بهرنی نندارچيان به ور سره مينه ولري.

که څه هم لي انګ يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړل ، خو دا لا هم د خپل استعداد او فن د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.