<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-11 20:25:24    
د اولمپيک له ځانګړو لوبو څخه د انسانيت رڼا خپرېږي

cri

ګرانو دوستانو، کله چې تاسی دغه سندره اورئ، ايا تصوير يې کولی شئ چې دا د يو داسی کس لخوا ويل شوې چې ذهني نيمګړتيا لري، دغه کس يانګ جن نومېږی. يانګ جن د شانګهای ښار په پوتو سيمه کې د هغو ماشومانو لپاره له يو ښوونځی څخه فارغ شوی چې ذهني نيمګړتيا لري. يانګ جن د شانګهای د ذهني نيمګړتيا لرونکيو لس زره ځوانانو يو استازی دی. د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو د همکار ښار په توګه به شانګهای په راتلونکی سپتمبر کې د ٢٠٠٧ کال د اولمپيک ځانګړی دوبنی لوبې تر سره کړي . د اولمپيک دغه ځانګړې لوبې د معيوبو لوبغاړو لپاره دي.

په تېرو څو کلونو کې شانګهای د بېجينګ اولمپيک لوبو لپاره د تياريانو تر څنګ د ځانګړو لوبو لپاره هم ښې تيارياني نيولي دي. پر دې سربيره، د معيوبينو او ذهني نيمګړتيا لرونکيو ګټو ساتنې ته پاملرنه کوی. نو د اولمپيک د ځانګړو لوبو لپاره د تياريانو په نيولو سره په شانګهای ښار کې د انساني چارو رڼا ځلېدلې ده.

اوس په شانګهای کې د ذهني نيمګړتيا لرونکيو ځوانانو شمېر يوولس زره تنو ته رسيدلی. يو زر او اوه سوه تنه ښوونکی چې په ځانګړې روزنې بوخت دي، د دغو ماشومانو لپاره د روزنې پلان ټاکلی چې له ځانګړتياوو سره يې سمون خوري.

د شانګهای په پو دونګ سيمه کې د ذهني نيمګړتيا لرونکيو ماشومانو لپاره د يو ښوونځي ښوونکې شو يون زموږ خبريال ته وويل

زموږ د ښوونځي لوستونه د عامو ښوونځيو په پرتله ډېر توپيرونه نه لري، خو موږ په ژوند او فعاليتونو کې د دوی روزنې ته ډېره پاملرنه کوو، ځکه چې دا پر خپل ځان د دوی د اعتماد پياوړتيا لپاره ګټور کار دی.

ذهني نيمګړتيا لرونکيو ځوانانو ته د روزنې برابرولو تر څنګ د شانګهای حکومت په ټولنيز ژوند کې د دوی د ګډون لپاره کوششونه کوی. د بېلګې په توګه، د شانګهای حکومت په ٢٠٠٥ کال کې د ذهنې نيمګړتيا لرونکيو لپاره د لمر رڼا کور په نامه فعاليت تر سره کړ چې د استوګني په مرګزونو او علاقه داريو کې د ذهني نيمګړتيا لرونکيو د فعاليتونو مرکزونه جوړ کړی او په ټولنيزو فعاليتونو کې د ګډون لپاره دوی ته فرصتونه برابر کړي. د لمر رڼا کور په عمده توګه د ذهني لرونکي هغه کسان مني چې عمرونه يې له شپاړس څخه تر پنځه دېرشو کلونو پروې وي. اوس په شانګهای کې دوه سوه او دری دېرش دغه شان مرکزونه موجود دي، خدمت کوونکيو شمېر يې يو زر او دوه سوه او د داوطلبانو شمېر يې نژدی دوه زره او څلور سوه تنو ته رسيدلی دی. د شانګهای ښاروال ښاغلي هان جنګ د دغه تدبير په اړه وويل

دغه تدبير موږ ته يو ستر الهام برابر کړی چې په څو لارو چارو د بېلا بېلو نيمګړتيا لرونکيو کسانو سره مرستې کوی. د لمر رڼا کور يوه داسې حکومتی مرسته ده چې ذهني نيمګړتيا لرونکيو له ځانګړتياوو سره سمون خوري.

د اولمپيک ځانګړو لوبو ته له تياريانو سره د همغږۍ لپاره شانګهای ښار يو لړ تبلغاتي فعاليتونه تر سره کړل او هر ښاري د مهربانۍ استازي د وياړ تر لاسه کولو لپاره کوششونه کوي. په همدی وخت کې په شانګهای ښار کې د بی خنډونو

تجهيزاتو جوړونې په بشپړېدو سره، د معيوبينو او ذهني نيمګړتيا لرونکيو د ژوند او کار لپاره اسانتياوې برابروي. ښاروال هان جنګ وويل بايد د اولمپيک د ځانګړو لوبو له لارې په شانګهای کې د بی خنډونو تجهيزاتو سيستم بشپړ شي. دی باور لري چې د اولمپيک د ځانګړو لوبو تر سره کېدل به هرو مرو په شانګهای کې د تمدن او هوساينې د پياوړتيا لپاره ګټور وي. هغه وويل

باور لرو چې د اولمپيک د ځانګړو لوبو په تر سره کولو سره به هرو مرو د دغو لوبو د برابرۍ، منلو او عفوې نظريې په پراخه توګه خپرې شي او په دې توګه به زموږ ښار او ټولنه نوره هم هوسا شي.