<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-11 19:48:01    
چين په هر اړخيزه توګه په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام پلی کولو ته دوام ورکوي

cri

د چين د روغتيا وزير چن جو د سپتمبر په ٥ نېټه په بيجينګ کې په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل چين د روان کال له پيل څخه په کليوالو سيمو کې د همکارۍ نوی ډول طبی نظام په پلی کولو پيل کړی چې له امله يې د جون تر پايه پوری په ٨٥ سلنه کليوالو سيمو کې دغه نظام پلی کيږي. په ٢٠٠٨ کال کې به دغه نظام په ټولو کليوالو سيمو کې پلی شي.

ددغه نظام ازموينه له ٢٠٠٣ کال څخه پيل شوې او له هغو اصولو سره سمه وه چې بزګران په خپله خوښه پکې ګډون کوي . په بله ژبه يو داسی صندوق جوړ شوی چې ٢٠ سلنه برخه يې د بزګرانو پانګونه ده او نوره برخه يې د حکومت له خوا ور کړی شوې ده. د دغه نظام له مخې به په ناروغيو له اخته کېدو وروسته بزګران کولی شی له دغه صندوق څخه مرسته تر لاسه کړي.د چين د روغتيا وزير چن جو وويل له څلورو کلونو راهيسی د دغه نظام پلی کول په سالمه توګه روان دی او روان کال يې له ازمويښتی پړاو څخه د هر اړخيزې پلی کونې پړاو ته رسيدلی چې له مخې به يې په٨٠ سلنه کليوالو سيمو کې دغه نظام پلی شي. ښاغلی چن وويل د يوې شمېرنې له مخې د ٢٠٠٧ کال د جون تر ٣٠ نېټې پوری د هغو ولسواليو او ښارونو شمېر ٢٥٠٠ ته رسيدلی چې دغه نظام پکې پلی شوی او دغه شمېر د هېواد د ولسواليو د عمومی شمېر په سلو کې ٨٥ برخه نيولی او ٧٢٠ مليونه وګړيو ترې ګټه اخيستې ده.

ښاغلی چين دا هم وويل اوس په چين کې ددغه نظام چوکاټ او د پلی کولو ميکانيزم په

بنسټيزه توګه جوړ شوی چې له امله يې د بزګرانو روغتيا تامين شوی ده. په ٢٠٠٦ کال کې د چين په بېلا بېلو علاقه داريو او ښارګوټيو کې د ناروغانو شمېر د تېر کال د همدی مودی په پرتله په سلو کې ١٠ زيات شوی او د بزګرانو هغه حالت نرم شوی چې د پيسو کمښت له امله طبی درملنه نه شی کولی. د يوې شمېرنې له مخې په وروستيو کلونو کې د چين حکومت په کليوالو سيمو کې د روغتيايی چارو لپاره شل مليارډ يوانه لګولی چې له امله يې نه يوازی په کليوالو سيمو کې د طبی موسسوخدمتی شرايط ښه شوي بلکې طبی خدمتی سويه يی هم لوړه شوې ده.

اوس د چين حکومت پلان لري چې د راتلونکی کال تر پايه پوری دغه نظام ټولو کليوالو سيمو ته پراخ شي چې له امله به يې ټول بزګران ترې ګټه واخلي.

ښاغلی چن وويل د چين د روغتيا څانګې تل په کليوالو سيمو کې د روغتيا طبی کارونو ته په درنه سترګه ګوري او دغه نظام د يوې مهمې دندې په توګه بولي.اوس دغه څانګې د روغتيايی چارو لپاره د پيسو راغونډولو يو ثابت ميکانيزم مومي چې له مخې به يې د بېلا بېلو کچو حکومتونه د طبی صندوق د روانولو لپاره کافی پيسی تامين کړي.په همدی وخت کې د چين د روغتيا څانګې هم د طبی جبران يو معياری لانجه بشپړوي.

ښاغلی چن پرې هم ټينګار وکړ چې د چين د روغتيا څانګې په کليوالو سيمو کې هم د طبی خدمتونو او د درملونو لګښتونو څارنه پياوړی کوي چې د طبی صندوق پيسی په پوره توګه د بزګرانو لپاره وکارول شي.