<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:06:33    
د صدراعظم وين جيا باو په وينا د ښوونکيو کار ډېر اهميت لری

cri

د ښوونکيو له جشن مخکې د چين صدراعظم وين جيا باو او د دولتی شورا غړي چن جی لي په ځانګړې توګه د بيجينګ د ښوونکيو روزنې پوهنتون له زده کوونکيو سره وکتل او له سل ګونو زده کوونکيو او ښوونکيو سره يې خبرې اترې وکړې.

صدراعظم وين جيا باو لومړی وويل د ښوونکيو روزنې په پوهنتون کې د زده کوونکيو د زده کړې د وړيا روزنې نظام د چين د ښوونکيو روزنې په شپږو پوهنتونونو کې په ازمايښتی توګه تر سره کېږي چې د دغه نظام له پلی کولو څخه په ټوله ټولنه کې د ښوونکيو د درناوي او ښوونې ته د ستر اهميت ورکولو فضا رامنځته شي او دې ته هڅونه وشي چې لا زيات غوره ځوانان د ښوونې او روزنې په چارو کې ګډون وکړي. زه د ښوونکيو د جشن په وخت کې له ښوونکيو او هغو زده کوونکيو سره ګورم چې په راتلونکی کې به ښوونکي شي.

صدراعظم وين جيا باو دغه خبره د زده کوونکيو په تودو چکچکو بدرګه شوه. زده کوونکيو په جلا جلا توګه خپلې نظريی څرګندې کړې.

د شينجيانګ د اويغوری قوم له خپلواکی سيمی څخه راغلې زده کوونکې ليو جن يی وويل د ښوونکيو روزنې په پوهنتون کې د شامليدو په هکله زما پرېکړه د خپلې انا چې يوه ښوونکې وه، او د منځنی ښوونځی د ښوونکو له اغيزې سره تړاو لري. هغې وويل زما په ټاټوبی کې غوره ښوونکي لږ دی. نو له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته به بير ته خپل ټاټوبی ته ولاړه شم او د ښوونې او روزنې په چارو کې خدمت وکړم. د دې خبرې له اوريدلو وروسته صدراعظم وين جيا باو وويل خلک ټول هيله

لری چې زموږ وطن ژر تر ژره عصری شي او په نړۍ کې خپل درناوی تر لاسه کړي. هيله څنګه تر سره شي. زما په اند يوازی د پرمختللی اقتصاد، ساينس او تکنولوژی، بشپړ ديموکراسۍ، بشپړ نظام، غوره اخلاق او د لوړی ملی کيفيت پر بنسټ تر سره کيدای شي، له دې جملې څخه د خلکو کيفيت ډير ستر اهميت لري. د ښوونکيو روزنې مهمه پوهنتون د وګړيو د کيفيت لوړتيا او روزنې دنده لري. د هېواد سمسورتيا او کمزورتيا له ښوونې او روزنې سره تړاو لری او د ښوونې او روزنې کيفيت له ښوونکيو سره تړاو لري. له دی پلوه ويل کيږی چې د ښوونکيو روزنی پوهنتونونه د هيواد د غښتلی کولو رول لوبولای شي.

د ګوانګ شي د جوانګ قوم له خپلواکی سيمی څخه راغلي زده کوونکي جانګ ګو چې چي د خپل ټاټوبی د بی وزلی حالت په هکله معلومات ورکړل. ده وويل د ښارونو په پرتله په کليو کې د روزنې او ښوونې سويه ډېره ټيټه ده. د ښوونکيو روزنې په پوهنتون کې د زده کړی په هکله زما موخه دا ده چې په راتلونکی کې په خپل ټاټوبی کې يو ښوونکي شم او د ګوانګ شي او هېواد د أبادی لپاره استعداد لرونکی کسان وروزم.

صدراعظم وين جيا باو وويل ولی چين د ښووکيو روزنې چارو ته په درنه سترګه ګوري. لامل يې دا دی چې د هېواد او ملت راتلونکی ته پاملرنه کوي. د ښوونکيو روزنې چارې د هېواد له راتلونکی سره مهم تړاو لری.

د شان شي له هوا ولسوالی څخه راغلي زده کوونکي پان پي وويل زما په ټاټوبی کې زيات شمېر ماشومان او ځوانان ښوونځيو ته نه ځی او د مزدوری لپاره له ټاټوبی څخه وتلی دی، نو له دی سره ډيره انديښنه لرم او غواړم چې د خپل کوشش له لاری دغه حالت کم شي او په پای کې له منځه يووړل شي. صدراعظم وين جيا باو د هغې له خبرې سره موافقه وکړه.