<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 17:43:09    
د چين د کمونست ګوند د بېلا بېلو کچو کانګرسونه

cri

د چين کمونست ګوند په بېلا بېلو ولايتونو ، ښارونو او ولسواليو کې فرعی سازمانونه لری او د بېلا بېلو کچو ګوندي کانګرسونو او د دغو کانګرسونو له خوا ټاکل شوی کميټې د دغو فرعي سازمانونو لارښوونکي ارګانونه دي٠ د ګوند د محلی کانګرسونو استازي د سيمه ايزو ګوندی غړيو د ټاکنو له لاری ټاکل کيږی٠ محلی کانګرس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل تر سره کيږی او دغه ډول کانګرسونه او د بېلا بېلو کچوکميټو دنده د لوړ پوړو ګوندی سازمانونو د لارښونو پلي کول او د ځايي کارونو لارښوونه کول دي.

د دغو کانګرسونو دندې د همدې کچې ګوندي کمېټې او د انضباطي چارو د څارونکې کمېټې د راپور اوريدل او څارل ،د خپلې سيمې په ساحه کې د مهمو مسئلو په هکله بحث کول او پرېکړه کول ، د همدې کچې ګوندي کمېټې او د انضباتي چارو د څارونکې کمېټې ټاکل هم دي.