<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 17:43:42    
د چين د کمونست ګوند ملی کانګرس

cri

د چين د کمونست ګوند له منشور سره سم د چين د کمونست ګوند ملی کانګرس او د دغه کانګرس له خوا ټاکل شوی مرکزی کميټه د دغه ګوند لوړپوړی لارښوونکی ارګان دی او د چين د کمونست ګوند ټولی مهمی مسئلی د ملی کانګرس د بحث په ترڅ کې حل کيږي٠ د ګوند ملی کانګرس دندې د مرکزی کمېټې او د مرکزی انضباطي چارو څارونکې کميټې د راپور اوريدل او څارل ، د ګوند د مهمو مسئلو په هکله بحث کول، د ګوند منشور اصلاح د مرکزی کميټی او د مرکزی انضباطي چارو څارونکې کميټې ټاکل دي٠

د چين د کمونست ګوند ملی کانګرس په هرو پنځو کلونو کې يو ځل تر سره کيږی او استازی يی د چين د بېلا بېلو ولايتونو، خپلواکو سيمو او د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ښارونو او د ولسی ازادی بښونکی پوځ د ټاکنو له لاری ټاکل کيږی٠ هر تن استازی د بېلا بېلو کچو ګوندي سازمانونو د سپارښتنی، پېژندګلوۍ او ټاکنو او د ګڼ شمېر ګوندي غړيو د پټې رايو ورکونې له لاری ټاکل کيږی ٠ د پراخو ګوندي غړيو او خلکو د ارادی پوره څرګنديدلو لپاره د ټاکنو ارګانونه د کانديدانو د څيړنی او د خلکو نظريو د اوريدلو کارونه کوی او د خلکو څارنه منی٠

د ١٩٢١ کال د جولای په مياشت کې د چين کمونست ګوند په شانګهای کې لومړۍ ملی کانګرس جوړ کړ چی د چين د کمونست ګوند منشور پکې تصويب شوه او د ګوند مبارزاتی موخه پکې وټاکل شوه٠ په غونډه کې د وخت حالاتو، د ګوند بنسټيزې دندې، د ګوند د تشکيلاتی اصولو او شازمان په اړه بحث وشو٠ د چين د کمونست ګوند د لومړي ملی کانګرس جوړيدو په مهال د چين د کمونست ګوند د جوړيدو اعلان هم وشو٠