<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 18:45:19    
د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس استازې جاو شيا

cri

د چين د کمونست ګوند د اوولسم ملی کانګرس استازې ميرمن جاو شيا په چين کې د فضا الوتنې صنعتی چارو د لومړۍ ډلې شرکت د شن يانګ ښار د الوتکو د ډېزاين په انستيتيوت کې د مشر ډيزاينر مرستياله ده. چې. مېرمن لي شيا ٤٧ کلنه ده او ډېر ساده ژوند تېروي، ارزانه جامې اغوندي او ډېر لګښت يې نه خوښېږي..

ميرمن لي شيا د چين د فضا الوتنې صنعت د هوايی ماشين ډېزاين په چارو کې د مشر ډيزاينر لومړۍ او يوازنۍ ښځينه مرستياله ده چې د لسو مهمو الوتکو د ډيزاين په کارونو کې يې ګډون کړی او په وار سره يې شپږ ځله د فضاالوتنې وزارت له خوا د لومړۍ، دوهمه او درېيمه کچه جايزې تر لاسه کړي او د هېواد په کچه د کارکوونکيو يوه بېلګه ده. جاو شيا د الوتکو د هوايی ماشين د ډيزاين په کار لګيا ده او د کار په وخت کې بايد د باد تونل ازموينه تر سره کړي په داسې حال کې چې د باد تونل د ازموينې اډې طبيعي چاپېريال ډېر سخت دی. دې ځينې وخت داسې ازموينې ترسره کړې چې څه د پاسه لس ساعته او ان څو ورځې او شپې دوام درلود او په سختو شرايطو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې ده. خو هر وخت چې دغه شان ازموينه تر سره کوي، هر کار په جدې توګه ترسره کوي.

دې د يوې مهمې الوتکې د ډيزاين لپاره پرله پسې لس ورځې کار کړی، چې په ترڅ کې يې د ستړيا له امله د اورمېږ په درد او د وينې د غوړوالی په ناروغۍ اخته شوه. ډاکټر دې ته خبرداری ورکړ چې بايد سمدلاسه په يو روغتون کې خپلې ناروغۍ درملنه وکړي، خو دې بيا هم زيات کارونه ترسره کړل او له کارونو وروسته يې په

روغتون کې درملنه ومنله او ماښام د درملنې له پای ته رسېدو وروسته بېر ته خپلو کارونو ته ستنه شوه.

د جاو شيا همکار (وانګ چي تاو) د دې ډېر زيار يادونه وکړه او ويې ويل: جاو شيا يوه داسې مشره ده چې په هر کار کې ډېر زيات کوشش کوي. يو ځل يو لوړ پوړي چارواکي له موږ څخه غوښتنه وکړه چې په يوه ورځ کې د کارونو تر سره کولو په هکله بايد يو لنډ فلم جوړ کړو. جاو شيا له موږ سره يو ځای د دغه کار لپاره د سهار له اوو بجو څخه د ماښام تر يوولسو بجو پوری په کار بوخته وه. له دې وروسته پوه شوو چې جاو شيا د وينو د غوړوالي په ناروغۍ اخته شوې او ان د خپلې بدني ستونزې احساس يې نه شو کولی.

جاو شيا په دې اړه وويل: زما کار يوه درنه دنده ده. هر وخت چې زموږ له خوا يوه څېړل شوې او توليد شوې الوتکه الوتنه کوي، زما سترګې له اوښکو څخه ډکې وي او په زړه کې د ډېر وياړ احساس کوم. جاو شيا وويل زه لږ کارونه تر سره کوم، خو ګوند او خلکو د ډېر وياړ احساس راکړی دی. د دفاعي صنعتي چارو په لومړيو کارونو کې د کمونست ګوند د اوولسم ملي کانګرس د يوې استازې په توګه له ټاکنې وروسته زياتې دندې را په غاړه دي. زه غواړم د ګوندي استازې دنده په جدي توګه تر سره کړم او د دې تر څنګ خپل کارونه هم په غوره توګه سر ته ورسوم چې خپل ګوند او خلک ناهيلي نه کړم.