<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:09:15    
د سرخلاصي فلم د ښودلو کارکوونکي چن يون لين

cri

دا يوه رښتيني کيسه ده چې د چين په ختيځ د جه جيان په ولايت کې د فلم د ښودلو يو کليوال کارکوونکي چې چن يون لين نوميږي او له بدني پلوه معيوب دي ، خو له څه د پاسه شلو کلونو راهيسي د فلم ښودلو له پاره د پنځه اتيا کليو په منځ کې تګ راتګ کوي او په دي ترڅ کې يي د ځايي کليوالو له پاره څه د پاسه څلور زره څلور سوه ځله فلمونه ښودلي دي ٠ ښاغلي چن يون لين سږکال اوه پنځوس کلن دي او په ځايي کليوالو سيمو کې يي د څلور ويشتو کلونو راهيسي فلمونه ښودلي دي ٠ هر کله چې هغه يو کلي ته ورسيږي ، کليوال له مخکې څخه د فلم ښودلو په ډګر کې د هغه په انتظار ناست وي چې هر ځل دفلم کتونکو کليوالو شمير نژدي څو سوو تنو ته رسيږي ٠ کليوالې ميرمن جيان څاي فونګ خبريال ته وويل چې د فلم ښودلو ورځ د کلي فضا حتي د جشن په پرتله هم توده وي ٠ کليوال ډير خوشحاله دي ٠ ډير کليوال دده د فلم له کتلو څخه خوښ دي ٠

د تيرې پيړۍ په پنځه لسيزه کې چن يون لين يو هلک و او لومړي ځل يي په کلي کې د سرخلاصي فلم په ډګر کې فلم وکوت ٠ د ده په ياد کې ددغه فلم نوم ليان شان بو او جو ينګ تاي دي چې د چين په لرغوني زمانه کې د يو ځوان او پيغلې ترمنځ له غمونو څخه ډکه زړه وړونکي کيسه پکې تر سيم شوې ده ٠ دغه فلم د چن يون لين په دماغ کې ژوره خاطره پريښي ده ٠ نو له هغه وخت وروسته يي هيله درلوده چې له لوئيدو وروسته د فلم په برخه کې کار وکړي ٠ په ١٩٨٣ کال

دده په کلي کې د کليو کلتوري کلوپ جوړ شو او هغه د فلم ښودلو يو کار کوونکي وګرځيد ٠ د ښاغلي چن يون لين ښې پښه په کوچنيتوب کې ټپي شوه او له دي امله يي معيوب شو ٠ هغه د ډيرو ستونزو په ليري کولو سره په څه د پاسه شلو کلونو کې په ډيرو کليو کې فلمونه ښودلي چې له امله يي د کليوالو ژوند رنګارنګ شوي دي ٠ کليوال ښاغلي وانګ دا لي خبريال ته وويل چې زمونږ کلي ته د روغ سړي د راتګ له پاره يو نيم ساعت په کار دي ، خو دهغه له پاره څه د پاسه دوه ساعتونه په کار دي ٠ فلم مونږ ته ډيرې خوشحالۍ او معلومات رارسولي دي ٠

بايد وويل شي چې د چين په کليو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کيدو وروسته د چين د بزګرانو ژوند تر پخوا نه ډير شتمن شوي او ډيرو کليوالو تلويزيونونه اخيستي چې له امله يي د سرخلاصي فلم د کتوونکو شمير هم لږ شوي دي ٠ خو له تير کال څخه په کليو کې دديجيتل فلم د ښودلو فعاليت پيل شو چي له امله يي د چين په کليو کې د سرخلاصي فلم ځاي يو ځل بيا ډک شوي دي او يو زيات شمير کليوال بيا د سرخلاصي فلم ډګر ته بيرته راځي ٠ ښاغلي چن يون لين په ډيرې خوښې سره وويل چې د سرخلاصي فلم د ښودلو کار ته به دوام ورکړي ٠ تر هغه وخت پوري چې زما لاسونه او پښې حرکت کوي ، زما دغه دنده به روانه وي ٠ ددي له پاره چې د سرخلاصي فلم د ښودلو چارې ښه پرمختګ وکړي ، ځايي حکومت د پيسو په لګولو سره دده له پاره د ديجيتل فلم د ښودلو اړوند تجهيزات برابر کړي دي ٠ د ځايي حکومت په مرسته ښاغلي چن يون لين د يو فلم له ښودلو وروسته سل يوانه تر لاسه کولي شي ٠ هغه وويل چې زما کار د پيسو

د ګټلو له پاره نه دي ، پيسې يوازي ځان ته ګټه رسوي ، خو فلم داسي نه دي ٠ که چيري سل تنه زما د فلم ننداره وکړي ، سل نندارجيان له فلم څخه ګټې اخيستلي شي ٠ له دي امله چې ښاغلي چن يون لين له ډيرو کلونو راهيسي په نه ستومانه کيدونکو کوششونو سره په کليو کې فلم ښودلي دي ، نو له ١٩٨٦ کال څخه تر ١٩٩٣ کاله پوري هر کال هغه د جه جيان ولايت د فلم ښودلو ممتاز او غوره کارکوونکي په توګه ټاکل شوي و ٠ اوس د ښاغلي چن يون لين عمر نژدي شپيتو کالو ته رسيدلي دي ، خو هغه لا هم د فلم ښودلو له پاره په شاوخوا کليوالو سيمو کې تګ راتګ کوي ٠