
زيانونو له لحاظه زلزله له بېلا بېلو طبيعي أفتونو څخه ډيره ويجاړه ده ، نو زيات هيوادونه د زلزلې د وړاندوينې تکنولوژۍ ته ډير ارزښت ورکوي . چين هم بی استثنا دی . د معلوماتو له مخې د زياتو کلونو د کوششونو له لارې چين د زلزلې د وړاندينې په هکله له نورو هيوادونو نه مخکې دی . پوښتنه دا ده چې د زلزلې د وړاندينې وسيلې څه دي ؟ په راتلونکي وخت کې به نور کوم پرمختللی تکنولوژۍ استعمال شی؟
چين له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږي چې زياتې زلزلې پيښيږي . د چين د زلزلې ادارې د شميرنې له مخې د هغو زلزلو يو پر درېمه برخه په چين کې پيښيږي چې د خلکو سر و مال ته زيانونه رسوي . په بله ژبه د چين په هر ولايت کې د ريکتور له پنځه درجو څخه سختې زلزلې پيښې شويدي . نو د چين حکومت د زلزلې د وړاندينې تکنولوژۍ د خپلولو لپاره زياته هڅه کړې او کوي يي .
تر اوسه پورې په چين کې له شلو څخه د زياتو زلزلو سمه وړاندينه شوې ده چې د زيانونو د کمښت لپاره ګټوره وه . د بېلګې په توګه په نولس سوه او پنځه اويايم کال کې د شمال خيتځ چين د ليا نين ولايت په هاي چن کې د سختې زلزلې سمه وړاندينه شوې ده چې دا هغه لومړی وړاندوينه بلل کيږي چې د زلزلې لخوا د پيدا شويو زيانونو د کمښت لپاره يي مثبت رول ولوباوه . د چين د زلزلې ادارې مشر ښاغلي چن جين مينګ وويل موږ د يادې شوې زلزلې له پيښيدو مخکې سمه پيشګويي کړې ده چې په پايله کې يي د سر و مال زيانونه کم شويدي . د کارپوهانو په اند که سمه وړاندينه نه وای ، د مړو شويو کسانو شمير به له يو لک څخه اوښتی واي . خو
په حقيقت کې په دې زلزله کې يوازی يو زر او درې سوه تنه مړه شويدي .
خو د زلزلې د وړاندينې په هکله علمي برياليتوب په لنډه موده کې تر لاسه کيدای شی. له بده مرغه په دوهم کال کې د چين په تانګ شان کې ډيره سخته زلزله وشوه چې په پايله کې يي دوه لکه او څلويښت زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړل او د دغو سختو تلفاتو يو مستقيم لامل دا و چې ددې زلزلې سمه او صريحه وړاندينه نه ده وړاندی شوې .
د ښاغلي چن په وينا د دغه سخت ناورين له امله د علمي څيړونکو لپاره د خطر زنګ ووهل شو .د زلزلې د وړاندينې څيړنه ډيره پيچلې ده ځکه چې
زلزله عمومأ د پنځلس کيلو مترو په ژوروالي د ځمکې په قشر کې پېښيږي . که څه هم اوس مهال څيړونکي د نجومی دوربين په وسيله ليري ستوري ليدی شی ، خو د ډيرې پرمختللې نکنولوژۍ او تجهيزاتو په وسيله او د زياتو پيسو په لګولو سره يوازی د ځمکني قشرد دوولس کيلومترو ژوروالي ته برمه کېدای شی .نو د زلزلې د مستقيمې وړاندينې شونتيا نشته . خو د چين کارپوهانو د دومره سختو مشکلاتو او ستونزو په وړاندی خپلې څيړنې ته دوارم ورکړی او يو لړ د ليدو وړ برياليتوبونه يي تر لاسه کړيدي . د معلوماتو له مخې په ټول هيواد کې د زلزلې د څارنې او نظارت يو زر او دوه سوه مرکزونه او نور لس زره ځايي غيرمسلکي مرکزونه جوړ شويدي چې له امله يي د زلزلې د وړاندينې يوه بشپړه شبکه رامنځته شوې ده .د چين د زلزلې ادارې د زلزلې وړاندينې انستيتوت څيړنمل جانګ ګو مين وويل چې اوس په لنډه موده کې د زلزلې د وړاندينې سموالی په سلو کې لس ته رسيدلی دی . ښاغلي جانګ د مثال په راوړلو سره وويل په نولس سوه شپږ نويم کال کې د شينجيانګ په جيا شه کې زلزله
وشوه . د زلزلې مخکې د چين د زلزلې ادارې د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د حکومت له لارې د زلزلې وړاندينه وکړه چې له امله يي يو لک او پنځوس زره تنه پر وخت له زلزله ځپلې سيمې څخه وتلي دي .
سره له دې چې چين په دې هکله يو څه برياليتوبونه تر لاسه کړيدي ، خو د ښاغلي چن په وينا د نوروهيوادونو په شان په چين کې د زلزلې وړاندينه لا هم د کشف او څيړنې په پړاو کې پاتی ده. د زلزلې د وړاندينې ناسموالی له سموالي څخه زيات بريښي .
د ښاغلي چن په وينا د چين د زلزلې په اداره کې د دوولس اکاډميکانو په شمول اوه زره تنه علمي کارکوونکي شته .ده وويل که څه هم د زلزلې د وړاندينې سموالی مو يوازی په سلو کې لس دی ، خو باور لرو چې په دې ساحه کې کامياب شو ځکه چې زموږ په اداره کې د دوولس تنو اکاډميکانو په شمول اوه زره تنه علمي کارکوونکي شته .