د علمي پرمختګ په هکله نظريه د انسان پر بنسټ ولاړه او د هراړخيز ، همغږي او دواملرونکي پرمختګ نظريه ده.
دغه نظريه په دوه زره او دريم کال کې د چين د کمونست ګوند د شپاړسمې دورې مرکزي کمېټې په دريمه عمومی غونډه کې وړاندی شوه او په دې ټينګار وشو چې بايد د ښارونو او کليو ، بېلابېلو سيمو، اقتصاد او ټولنې ، انسان او طبيعت ، کورني پرمختګ او ورخلاصو غوښتنو ترمنځ د پرمختګ د برابرو ترتيباتو سره سم د چين د اصلاحاتو او پرمختګ بهير ګړندی شی.
د انسان پر بنسټ ټينګار دا مانا لری چې د وګړيو ګټو ساتنه د هر کار لپاره پيل او پای ګڼل کېږي چې په ترڅ کې به يي د وګړيو هره اړتيا پوره شی او د انسان هراړخيز پرمختګ چټک شی.
د هراړخيز پرمختګ مفهوم دا دی چې بايد د سوسياليزم د بازاري اقتصاد نظام د پرله پسې بشپړتيا او د اقتصاد د دوامدار چټک ،همغږی او سالم پرمختګ ترڅنګ د سياسي او مانيزو تمدنونو أبادۍ ترسره شی چې له امله به يي د مادي ، سياسي او معنوي تمدنونو د يو ځاي ځلولو او ګډ پرمخبيولو حالت رامنځته شی. د همغږي پرمختګ معنی د ښارونو او کليو ، بېلابېلو سيمو، اقتصاد او ټولنې ترمنځ د پرمختګ او د کورني پرمختګ او ورخلاصون ترمنځ د اړيکيو برابرول دي . د دواملرونکي پرمختګ موخه دا ده چې بايدد انسان او طبيعت د همغږي شتون ، د اقتصادي أبادۍ ، د نفوسو زياتوالي ، د سرچينو کارونې او د ايکولوژيکي چاپيريال
د ساتنې ترمنځ اړيکي په ښه توګه حل شی چې ټوله ټولنه د توليدي چارو د چټک
پرمختګ ، د وګړيو ژوندانه سويې د لوړوالي او د اکولوژيکي چاپيريال د ښه والي په لور پرمختګ وکړي.
د علمي پرمختګ نظريه د نوې پيړۍ په نوي پړاو کې د چين د پرمختګ کليدي حالت له مخې د چين د کمونست ګوند لخوا وړاندې شوېده.