<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:13:42    
د ( دريو استازيتوبونو) په هکله مهمه مفکوره

cri

د ( دريو استازيتوبونو ) په هکله د مهمې مفکورې ضمني دلالت دا دی چې د چين کمونست ګوند د تل لپاره د چين د پرمختللي توليدي ځواک د پرمختيايي غوښتنې استازيتوب کوي ،د تل لپاره د چين د پرمختللي کلتور د پرمختيايي لوري استازيتوب کوي او د تل لپاره د چين د ګڼ شمير وګړيو د بنسټيزو ګټو استازيتوب کوي.

په دوه زره او دوهم کال کې د چين د کمونست ګوند په شپاړسم ملي کانګرس کې په اتفاق سره موافقه وشوه چې د دريو استازيتوبونو په هکله مهمه مفکوره د مارکسيزم لنينيزم ، ماو ځه دونګ افکارو او دن شياو پينګ تيوري سره يو ځاي د چين د کمونست ګوند د لارښوونې افکارو په توګه وګڼل شی.

د چين د پرمختللي توليدي ځواک د پرمتيايي غوښتنې استازيتوب دا مفهوم لری چې د چين د کمونست ګوند تيوری ، تګلار ، پروګرام ، اصول ، پاليسي او بېلابېل کارونه بايد د توليدي ځواک د پرمختګ له قانون سره سمون ولری او د توليدي

ځواک له پر له پسې لوړوالي سره سم د وګړيو د ژوندانه سويه اوچته شی.د پرمختللي کلتور د پرمختيايي لوري استازيتوب دا مانا لری چې د چين د کمونست ګوند تيوري ، تګلار ، پروګرام ، اصول ، پاليسي او بېلا بېل کارونه بايد د هغه سوسياليستي عصري کلتور له غوښتنې سره سمون وخوري چې د نړۍ او راتلونکي لپاره خدمت وکړي.. د چين د ګڼ شمير وګړيو د بنسټيزو ګټو استازيتوب دا مانا لری

چې بايد د وګړيو د بنسټيزو ګټو تضمين د چين د کمونست ګوند د تيوري ،تګلار ، پروګرام ، اصول ،پاليسي او بېلا بېلو کارونو د پيل او هدف په توګه وبلل شی او د ټولنو د پرله پسې پرمختګ او سمسورتيا پر بنسټ دې وګړي په پرله پسې ډول رښتينی اقتصادي ، سياسي او کلتوري ګټه ترې واخلي.

د دريو استازيتوبونو په هکله مهمه نظريه د چين د کمونست ګوند د أبادۍ بنسټ ، د واکمنۍ اساس او د ځواک سرچينه ده.