<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:23:19    
د دنګ شياو پينګ تيوری

cri

د دنګ شياو پينګ تيوری د چين د ځانګړی سوسياليزم د ابادۍ په اړه د تيوری لنډ نوم .

په چين کې د سوسياليستی ابادۍ په نوی تاريخی موده کې د دنګ شياو پينګ په استازيتوب د چين کمونيستانو د نوی چين له جوړيدو راهيسی په سوسياليستی ابادۍ کې د مثبتو او منفی تجربو راټولولو او د نړيوالو تجربو او حالاتو د څيړنې پربنسټ د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې د سوسياليستی ابادۍ يوه لاره پيدا کړه چې دچين له حالاتو سره يې سمون درلود او په ترڅ کې يی ستر برياليتوبونه ترلاسه کړی دی . په دی تاريخی موده کې تيوريکی برياليتوب دا و چې د دنګ شياو پينګ په نامه د ځانګړی سوسياليزم تيوری رامنځته شوه او د واقعياتو له خوا ثابته شوې ده چې هغمدغه تيوری د چين د سوسيالستی ابادۍ د بريالۍ پرمختګ لارې مثال دی .

د دنګ شياو پينګ تيوری يوه هغه ايډيالوژيکی تيوری ده چې د افکارو پر نوښت او واقعی حالاتو ټينګار کوی . دغې تيوری د لومړی ځل لپاره هغو يو لړ پوښتنو ته ځوابونه ورکړی چې سوسياليزم څه دی ؟ د چين په شان هيوادونو کې چې اقتصاد او کلتور يی نسبتا وروسته پاتی و ، سوسياليستی ابادی څنګه ترسره شی ؟ دغې تيوری له نويو نظريو سره مارکسيزم ، لنينيزم او ماو ځه دونګ افکار په ميراث وړی او وده يی ورکړې ده او د اوسنی زمان د چين مارکسيزم او په چين کې د مارکسيسم نوی پرمختګ ګڼل کيږی .

د دنګ شياو پينګ تيوری د چين د خلکو د تجربو او ډله ايزې هوښيارۍ يو برياليتوب دی او د چين د ځانګړی سوسياليزم د ابادۍ لپاره د چين کمونستانو عملياتی لارښوونه ده .

دنګ شياو پينګ ( ١٩٠٤ _١٩٩٧ ) د چين د مشرانو د دوهمې ډلې مرکزی شخصيت وو چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې عمومی جوړونکی هم بلل کيږی .