د يوې هوسا ټولنې معنی دا ده چې چين يوه ديموکراتيکه، عادلانه، ريښتينی او امنيتی ټولنه أبادوي چې بشريت او طبيعت پکې په هوسا توګه ژوند وکړي.
د يوې هوسا ټولنې جوړولو مفهوم چې په ٢٠٠٤ کال کې د چين د کمونست ګوند د ١٦ مې دورې په څلورمه عمومی غونډه کې وړاندی شوې ده، د يوې شتمنې ټولنې د هر اړخيزې أبادۍ او د چين د ځانګړيو سوسياليستو چارو د نوی پرمختګ لپاره د دغه ګوند يوه مهمه دنده ده چې د چين د ګڼ شمېر خلکو بنسټيزې ګټې او ګډې هيلې ترې څرګنديږي.
د يوې هوسا نړۍ معنی دا ده چې د چين حکومت له نورو هېوادونو سره د اړيکو د حل په ترڅ کې پر څواړخيزې همکارۍ، د ګډو ګټو پر بنسټ پر همکارۍ او زغمناکې رويې باندی ټينګار کوي چې له مخې يې يوه امنيتی،ګډه سمسوره او هوسا ټولنه رامنځته شي.دغه مفهوم د چين د دولت رئيس هو جين تاو له خوا په ٢٠٠٥ کال کې د م م د جوړيدو د ٦٠ مې کاليزې د لمانځنې په سرمشريزه غونډه کې لومړی ځل وړاندی شوه چې د چين د ديپلوماتيکه هيله او د نړيوالې ستراتيژۍ مهم ټکی پکې شامل وو.
په وروستيو کلونو کې د يوې هوسا ټولنې او يوې هوسا نړۍ أبادی د چين د سوله ايز پرمختګ د ارزښتونو د نظريو په توګه څرګندې شوې. د نړۍ پرمختګ او سمسورتيا د چين هوسا پرمختګ ته اړتيا لري او د چين پرمختګ او سمسورتيا هم له يوې هوسا پرمختللی نړۍ څخه نه شی جلالېدای.نو دواړه يو له بل سره نژدی اړيکی لري او ګټه هم اخلي.د چين حکومت د يوې هوسا ټولنې د أبادۍ لپاره هڅه کوي چې له مخې به يې هرو مرو د يوې هوسا نړۍ د أبادۍ لپاره نوی خوځنده ځواک زيات شي او په همدی وخت کې به د چين له خوا د يوې هوسا نړۍ أبادول هرو مرود يوې هوسا ټولنې د جوړولو لپاره ګټور نړيوال چاپيريال برابر کړي.