<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:29:32    
د نويو کليوالو سيمو أبادی

cri

د نويوسوسياليستو کليو أبادۍ په اړه مفکوره د چين د ګمونست ګوند له خوا په ٢٠٠٥ کال کې د دغه ګوند د ١٦ مې دورې په پنځمه عمومی غونډه کې وړاندی شوه چې موخه يې په چين کې د هغو کليوالې سيمې په داسی سيمو بدل شی چې پکې توليد يې پرمختللی، ژوند يې شتمن، فضاه يې ښه، کلي يې پاک او اداره يې ديموکراتيکه وی.

د دغو کليوالو سميو په أبادۍ کې څلور برخې شاملې دي، لومړۍ يې په دغو سيمو کې اقتصادی پرمختګ او د بزګرانو د عايداتو زياتوالی دی، دوهمه يې د کليو او علاقه داريو د أبادۍ او کليوال چاپيريال ښه والی دی، درېيمه يې په کليوالو سيمو کې د عامو چارو پراخوالی او د يوې هوسا ټولنې ودانول دی او څلورمه يې د بزګرانو کيفيت لوړول دی.

د نويو سوسياليستو کليوالو سيمو په أبادۍ کې په دغو سيمو کې د معنوی تمدن د أبادۍ پياوړتيا هم شامله ده چې له مخی يې په کليوالو سيمو کې روغتيايی او متمدن ټولنيز دودونه جوړيږي چې په دغو سيمو کې کلتوري تاسيسات پرمختګ وکړي، د بزګرانو روحياتی او کلتوری ژوند بډای شي او په همدی وخت کې د کليو په کچه د خپلواکو موسسو أبادی پياوړی شي او د حکومت په لارښوونه بزګران په خپله خوښه او په منظم ډول د کليوالو سيمو د أبادۍ په چارو کې ګډون وکړي.

په دغه مفکوره کې د چين د کليوال اقتصاد، سياست، کلتور، پوهنې، طبی درملنې او چاپيريال ساتنې په شمول زياتې ساحې شاملې دي چې دا د چين د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو په اړه د کارونو نننی عملياتی پروګرام دی.