<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:31:24    
د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې سياسی بيورو

cri

د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې سياسی بيورو د چين د کمونست ګوند د مرکزی تشکيلاتی او لارښوونکی مرکز دی. د ١٩٢٧ کال د اپريل په مياشت کې د چين کمونست ګوند په پنځم ملی کانګرس کې د سياسی بيورو په جوړولو پيل وکړ.

د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې سياسی بيورو د چين د مرکزی کميټې د ټولو غړيو په غونډه کې جوړيږي. د دغه ګوند له ١٢ مې غونډې راهيسی په ګوندی منشورکې ټاکل شوی چې د چين د مرکزی کميټې د ټولو غړيو غونډه د دغې کميټې د سياسی بيورو له خوا جوړيږي او هر کال لږ تر لږه يوه غونډه تر سره کيږي.

دغه بيورو او د دوی دايمی کميټه ددغې غونډې د پای ته رسيدو په وخت کې د مرکزی کميټې دنده پر غاړه اخلي او دغه بيورو بايد مرکزی کميټې ته د خپلو کارونو اړوند معلومات وړاندی کړي.

دغه بيورو د ډله اييزې مشرۍ اصول پلی کوي چې غونډه يې د مرکزی کميټې د عمومی منشی په مشرۍ تر سره کيږي او بايد د ګوندپه ملی کانګرس کې تصويب شوي ګوندی اصول او تګلارې پلی کړي. په مرکزی لارښوونکو موسسو کې د کارکوونکيو د بدلون او په ګوند کې د سترو مسئلو په هکله د دغې بيورو پريکړې بايد د مرکزی کميټې د عمومی غونډې له خوا ومنل شی.