<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:35:08    
د چين د کمونست ګوند د انضباطي چارو څارونکی ارګان

cri

د چين د کمونست ګوند د انضباطي چارو څارونکی ارګان يو داسی ارګان دی چی د ګوندي سازمانونو او غړيو د ګوندي انضباطي چارو د مراعاتولو د حالاتو څارنه او اداره کوي او له انضباطو څخه په سرغړونه کې د ګوندي سازمانونو او غړيو په اړه تدبيرونه پلی کوي٠د انضباطي چارو د څارونکی ارګان اختيارونه، د څارنی او څيړنې ، د پېښو ثبتولو ، د وړانديز کولو، جزا ورکولو او ګوندی قوانينو ټاکلو له حقونو څخه عبارت دي٠

د چين د کمونست ګوند د انضباطي چارو په څارونکی ارګان کې د انضباطي چارو مرکزی څارونکی کميټه ، محلی او واحد کميټی شاملې دي٠

د چين د کمونست ګوند د بېلا بېلو کچو د انضباطي چارو څارونکی کميټی عمده دندې د ګوند تګلار او نورو قواعدو ساتل، د ګوندي تګلار ، اصولو او پريکړو د پلی کولو حالاتو څارل او د ګوندي سبک أبادۍ او د فساد ضد کارونو په اړه د همغږۍ لپاره ګوندي کميټی ته د مرستو برابرول دي٠

د چين د کمونست ګوند د بېلا بېلو کچو انضباطي چارو څارونکی کميټی بايد په وار وار ګوندي غړيو ته د انضباطي چارو د مراعاتولو په اړه لارښوونه وکړی او د ګوندي انضباطو د ساتنی په اړه پريکړی وکړی؛ بايد د ګوندي مشرانو صلاحيت اداره وکړی؛ بايد له ګوندي منشور او نورو قواعدو څخه د سرغړونې ګوندي سازمانونه او غړی اداره وکړی او سزا ورکړی؛ بايد د ګوندي غړيو غوښتنليکونه او شکايتونه حل کړی او د ګوندي غړيو د حق ضمانت وکړی٠