<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:35:58    
د شمال ختيځ سيمی بيا أبادی او رغاونه

cri

د نوی چين جوړولو په وخت کې د هېواد په شمال ختيځ کې د هی لونګ جيانګ، جی لين او لياو نينګ ولايتونه د صنعتی چارو زانګو وه او په چين کې يې د يو خپلواک او بشپړ صنعتی سيستم جوړولو او د ملی اقتصاد په پرمختيا کې مهم رول لوبولی دی. خو په دغو سيمو کې د صنعتی اډو جوړولو لپاره لا اوس هم وخت شته دی او له اوږدې مودې راهيسی د ميکانيزم او جوړښت له پلوه د اغيزو او توپيرونو او د ځينو صنعتی چارو د وروسته پاتې والي له امله په بازارونو کې د دغو سيمو د تصديو د سيالۍ توان کم شوی دی. په تېره بيا ځينې ښارونه چې سرچينې لري، له زياتو ستونزو سره مخامخ دی. په شمال ختيځ کې د زړو صنعتی اډو د اقتصادي پرمختيا سويه د ساحلی سيمو له سويې څخه ډېره ټيټه ده.

د دغو مسئلو په وړاندی په ٢٠٠٢ کال کې د چين د کمونست ګوند د شپاړسم ملی کانګرس په ترڅ کې وړانديز وشو چې په شمال ختيځو سيمو کې د زړو صنعتی اډو د بيا سمسورتيا لپاره د أبادی بهير ملاتړ وشي او په هغو ښارونو کې د دواملرونکو صنعتی چارو د پرمختيا پلوی وشي چې سرچينی په کې استخراج کيدای شي او پريکړه وشوه چې په دغو سيمو کې د زړو صنعتی اډو د تنظيم، اصلاح او سمسورتيا ګامونه چټک شي.

اوس د چين په شمال ختيځ سيمو کې ځينو لويو او منځنيو دولتی تصديو په وار سره د پانګو بيا جوړښت او د پيسو د راغونډولو په شمول يو لړ اصلاحات تر سره کړي دي. په هغو ښارونو او سيمو کې هم په لومړی

توګه د صنعتی چارو د بڼې بدلولو او د دوامدارو صنعتی چارو د پرمختګ کارونه بشپړ شوی چې سرچينې استخراج کيدای شي چې په دغو سيمو کې د اقتصاد د ځنډيدو حالت پای ته ورسيد او نوی پرمختګ رامنځته شوی دی.