<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:36:31    
د چين په منځنۍ برخه کې پرمختګ

cri

د شان شي، ان هوی، هه نان، جيانګ شی، هو نان او هو بی شپږ ولايتونه د چين د سترې برخې په منځنې سيمه کې پراته دي چې د ختيځ او لويديځ، شمال او جنوب تر منځ د تړاو ښېګنه لری، نفوس او عمومی اقتصادی اندازه يې په جلا جلا توګه د هېواد د عمومي اندازې په سلو کې اته ويشت او شل برخې نيسي. دغه شپږ ولايتونه هم په چين کې د غلودانو توليدولو عمده سيمې دي او هم د ترانسپورت شبکی مرکز او د سرچينو او اومو توکيو توليدولو مهمې اډې دی چې د هېواد د اقتصاد او ټولنې د پرمختيا په عمومی حالت کې مهم ځای نيسي.

د چين د منځنۍ برخې د سمسورتيا پرمخبيول په ختيځ کې د لومړي پرمختګ، په لويديځ کې د أبادی او په شمال ختيځ کې د زړو صنعتی اډو د بيا سمسورتيا ستراتيژيو له پلی کولو وروسته د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې او دولتی شورا يوه مهمه پريکړه ده او د سيمه ايز پرمختګ د همغږۍ او د عمومی حالت برابرولو لپاره د ستراتيژيو پلی کولو يوه غټه دنده ده.

په منځنۍ برخه کې پرمختګ د ختيځو، منځنيو او لويديځو سيمو تر منځ د همکارۍ او تفوق زياتوالی او د دغو سيمو د ګډ پرمختګ لپاره ډېر اهميت لری. په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د منځنۍ برخې د پرمختګ چارو ته لا زياته پاملرنه کړی ده. د يوولسم پنځه کلن پلان په لارښود سند کې په ښکاره توګه اشاره شوي چې منځنۍ سيمې بايد د اوسني بنسټ له پلوه د خپلو خپلو صنعتی چارو کچې لوړې کړي، د صنعتی او ښاري کيدو بهير پرمخبوځي او د ختيځ او لويديځ تر منځ د

منځنۍ سيمې د تړاو رول ولوبوی او د صنعتی چارو د پرمختيايي د تفوق له مخې پرمختګ ومومي.