د اګست اوومی نيټې غونډه، د ځون يی غونډه او د چين کمونست ګوند د يوولسمی مرکزی کميټی درېيمه غونډه د چين د کمونست ګونډ په تاريخ کې د بدلون ارزښتناکې غونډې وې.
په ١٩٢٧ کال کې د ګو مين دانګ واکمن ګوند له انقلاب سره خيانت وکړ او پر کمونست ګونډ يې يرغل وکړ، نو په هېواد کې لومړی انقلابی جګړه پيل شوه. د همدې کال د اګست په اوومه نېټه د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې د هان کو په ښار کې يوه بيړنۍ غونډه تر سره کړه چې د اګست د اوومې نيټې غونډې په نامه بلل کېږي. په غونډه کې د کمونست ګوند د جوړولو په پيل کې په ټينګار سره د ښی لاس تسليم غوښتونکی تګلاره سمه شوه او پای ته ورسېده او د ځمکنی انقلاب او د وسله والې مبارزې له لارې د ګو مين دانګ ګوند د وژلو تګلاری پر ضد نوی عمومی کړنلاره وټاکل شوه چې له مخې يې کمونست ګوند ته نوی لاره روښانه شوی او د کمونست ګوند او انقلاب د ژغورنی لپاره يې ستر خدمتونه برابر کړل.
د ١٩٣٤ کال په اکتوبر مياشت کې د وانګ مينګ د کيڼ لاس د لانجمنې غلطې تګلاری له امله سره پوځ ستراتيژيکی لېږدېدنې ته اړ شو. وانګ مينګ په هغه وخت کې د چين د کمونست ګوند مشر و. د اوږد مارش په ترڅ کې د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټی سياسی ادارې د ١٩٣٥ کال د جنوری په مياشت کې د ګوی جو ولايت په ځون يی ښار کې يوه پراخه شوې غونډه تر سره کړه چې په پايله کې يې په مرکزی کميټه کې د کيڼ لاس دګماتيزم واکمنی پای ته ورسيده او په سره اردو او
مرکزی کميټه کې د ماو ځه دونګ لارښوونې مقام ټينګ شو. د ځون يی غونډه د چين د کمونست ګوند او سره پوځ په تاريخ کې د بدلون يو مهم ټکی و.
د ١٩٧٨ کال ديسمبر په مياشت کې د چين د کمونست ګوند د يوولسمی دورې مرکزې کميټی درېيمه عمومی غونډه په بيجينګ کې تر سره شوه. په غونډه کې د افکارو د أزادۍ او د واقعيت له مخې د حقيقت لټولو فکري تګلاره وټاکل شوه او پريکړه وشوه چې د کارونو عمده ټکي د سوسياليزم د معاصری أبادۍ په ستراتيژيکه تګلاره بدل شي او په ټول هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پيل شي، د ګوند سمه تشکيلاتی تګلاره يو ځل بيا وټاکل شوه او وپتيېل شوه چې د ګوند د ديموکراتيک مرکزيت نظام، د ګوند قوانين او مقررات بشپړ شي، د ګوند ديسپلين جدی شي، د ګوند د لارښوونې ارګانونه پياوړی شي او په تاريخ کې پاتی شوي مهمی مسئلی او د مهمو مشرانو د ناسمو پرېکړو څارنه او ستونزې حل شي.
د چين د کمونست ګوند د يوولسمی دورې مرکزی کميټی په درېيمه عمومی غونډه کې د نوی چين له جوړولو وروسته له اوږدې مودې راهيسی د ګوند د لارښوونې افکار سم شول، د مارکسيزم پر بنسټ د ګوند سمه تګلاره يو ځل بيا وټاکل شوه او د ګوند او هېواد په تاريخ کې نوی پړاو پرانستل شو، لنډه دا چې دغه غونډې د نوی چين له جوړولو راهيسی د چين د کمونست ګوند په تاريخ کې د ارزښتناک بدلون اهميت درلود.