<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:41:14    
د چين د کمونست ګوند له شپاړسم ملی کانګرس غونډې راهيسی د دغه ګوند د مرکزی کمېټې د عمومی غونډو له خوا وړاندی شوې تګلارې او تدبيرونه.

cri

د چين کمونست ګوند په ٢٠٠٢ کال کې د ګوند شپاړسم ملی کانګرس غونډه تر سره کړه. له دې وروسته د چين کمونست ګوند د مرکزی کمېټې د عمومی غونډو له خوا وړاندی شوې تګلارې او تدبيرونه په دې ډول دي: په جدی توګه د علمی پرمختيايی نظريې پلی کول، د ګوند د واکمنۍ کولو توان پياوړتيا، د يوې سوسياليستي او همغږې ټولنې ابادی.

د ګوند د شپاړسم ملی کانګرس د دوهمې عمومی غونډې له خوا په تصويب شويو اړوندو سندونو کې دغه خبره تکرار شوې چې د حکومت دنده بايد نوره هم بدله شي، اداري لاره پرمختګ وکړي، کاری سبک ښه شی، اداری توان لوړ شی او د يو څرګند، همغږي، معقول، سپيڅلی او اغېزمن اداری سيستم جوړولو لپاره کوښښ وشي.

د شپاړسم ملی کانګرس په درېيمه عمومی غونډه کې ويل شوي چې د وګړيو د ګټو پر بنسټ بايد په يوې هراړخيزې، همغږی او دوام لرونکی پرمختيايی نظريې ټينګار وشي او اقتصادی ټولنه او وګړی بايد هراړخيز پرمختګ وکړي. دا لومړی ځل دی چې د چين کمونست ګوند په رسمی توګه په يو سند کې دغه شان يوه علمی پرمختيايی نظريه وړاندی کوي.

د شماړسم ملی کانګرس په څلورمه عمومی غونډه کې پرېکړه وشوه چې د چين د کمونست ګوند په ابادۍ کې بايد په عمده توګه د واکمنۍ توان لوړ شي، د ګوند د واکمنۍ توان لوړولو ته بېړه او ارزښت ورکړل شي، اداري چارې علمی شی، په ديموکراتيکه توګه او د قوانينو له مخې اداري چارې تر سره شي وکړو.

د شپاړسم ملی کانګرس په پنځمه عمومی غونډه کې په نوې پېړۍ کې د چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په اړه په دوهم پنځه کلن پلان کې ستره نقشه تصوير شوې ده. په دغه غونډه کې ويل شوي چې چين بايد د يوولسم پنځه کلن پلان په ترڅ کې خپل چټک او ثابت اقتصادی پرمختګ وساتی، په چټکۍ سره د اقتصادی پرمختګ لارې چارې بدلې کړي، د اختراعاتو توان لوړ کړي، د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ همغږی پرمختګ وکړي، د همغږی ټولنې ابادی پياوړی شي او د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير په پر له پسی توګه دوام وکړي.

د شپاړلسم ملی کانګرس شپږمې عمومی غونډې پرېکړه وکړه چې چين به په راتلونکي کې د يوې همغږې سوسياليستی ټولنې ابادۍ ته زيات اهميت ورکړی. تر ٢٠٢٠ کال پوری په چين کې د همغږې سوسياليستی تولنې د ابادۍ موخه د ديپلوماتيک قانونی نظام بشپړول، د وګړيو حقونو احترام او ساتل، په تدريجی توګه د ښارونو او کليو او د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د پرمختيايی توپيرونو پراخوالی کمول، د ښار او کليو د اوسېدونکو لپاره د ټولنيز ژوند د تامينولو سيستم جوړول، بنسټيز عمومی خدمتی سيستم بشپړول، د ټول ملت د فکری، علمی، کلتوری او بدنی کيفيت لوړول، د يو اختراعاتی هېواد جوړول، د ټولنيزې ادارې سيستم بشپړول او د ايکولوژيکی چاپيريال ښه کول دي.