<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:42:01    
ولی وايی: له کمونست ګوند څخه پرته نوی چين نه شي رامنځته کېدی

cri

په ١٨٤٠ کال کې د ترياک له جګړې وروسته، چين ډېر بی وزلی يو نيم مستعمراتی او نيم فيوډالی هېواد وګرځېد چې ډېر بی وزلی و. په ١٩٢١ کال کې د چين د کمونست ګوند جوړېدل د چين په معاصر تاريخ کې يوه ستره پېښه ګڼل کېږی او له دې وروسته د چين پرمختيايی بهير بدل شوی دی.

د کمونست ګوند په مشرۍ له اته ويشت کلنې جګړې وروسته د چين وګړيو خپل نوی چين جوړ کړ او د هېواد د خپلواکۍ بنسټ يې کېښود چې تاريخی پرمختګ او سمسورتيا يې وموندله. د کمونست ګوند په مشرۍ د چين وګړيو د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې يو داسې ځانګړی سوسياليستی لاره جوړه کړه چې له مخې به يې هېواد سمسور او وګړی په ګډه سره شتمن شی. د همدغه پرمختګ په ترڅ کې د چين د ټولنې توليدی ځواک، عمومی ملی ځواک او د وګړيو د مادی او کلتوری ژوند سويه لوړه شوې ده. د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د چين وګړی په سړه سينه له پيچلو نړيوالو او کورنيو حالاتو سره مقابله کوي، تاوتريخوالي ته ماتی ورکوي چې په د دغه شان تګلارې پايله کې د نړۍ په ختيځ کې يو پياوړی سوسياليستی چين رامنځته شوی دی.

د چين د کمونست ګوند د جوړېدو، پرمختګ او پياوړتيا له امله چين ته په ټيټه سترګه د کتلو تاريخ بدل شوی او چين بيا په نړۍ کې خپل ځای موندلی دی. لکه د چين په يوه مروجه سندره کې ويل شوي: له کمونست ګوند پرته به نوی چين رامنځته نه شی، کمونست ګوند د چين د أبادۍ لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي.