د چين کمونست ګوند په هېواد کې د دريو برخو د استازيتوب په اړه تيوری وړاندی کړه چې له مخې يې د چين کمونست ګوند بايد په دايمی توګه د چين د پرمختللی توليدی ځواک د پرمختيايی غوښتنې، د چين د پرمختللی کلتور د پرمختيايی لارې او د چين د ډېرو زياتو وګړيو د اساسی ګټو استازيتوب وکړي. د دغې تيورۍ يوه غوښتنه دا ده چې ګوند بايد د چين د پرمختللی کلتور د پرمختيايی لارې استازيتوب وکړي. چين اوس تر يوې اندازې د شتمنې ټولنې په ابادۍ بوخت دی او بايد د سوسياليستی کلتور د پرمختګ لپاره کوښښ وکړی چې له مخې يې سوسياليستی معنوی تمدن پرمختګ وکړي.
د چين د کمونست ګوند د شپاړسم ملی کانګرس په راپور کې دې ته اشاره شوې چې په نننی چين کې د پرمختللی کلتوری پرمختګ يعنی د معاصر، نړيوال، راتلونکی، ملی، علمی او وګړيز سوسياليستی کلتور پرمختګ دی. د پرمختللی کلتور پرمختګ بايد د وګړيو او سوسياليزم لپاره پر خدمت کولو ټينګار وکړي او په ترڅ کې يې ډول ډول کلتورونه په ګډه پرمختګ وکړي. د پرمختللی کلتور پرمختګ بايد پر علمی تيورۍ خلک راسمبال کړی او په سمو نظريو سره د وګړيو لارښوونه وکړي. موږ بايد د پرمختللی کلتور پرمختګ پياوړی کړو، د سالم او ګټور کلتور له پرمختګ څخه ملاتړ وکړو او له وروسته پاتی او فساد کلتور سره مخالفت وکړو.
د ننني چين پرمختللی کلتور بايد د سوسياليزم د لومړي پړاو له بنسټيزې کړنلارې سره سمون ولری او د اصلاحاتو او ورخلاصون د معاصرې ابادۍ لپاره ګرځند معنوی
ځواک برابر کړي، ملی معنويت بايد پراخ کړی او د چينی ملت د ټول او غوره کلتوری دودونو ميراث وساتي او پراخ کړی او بايد د نورو هېوادونو له غوره کلتوری برياليتبوبونو څخه زده کړه وکړي.