<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-12 19:43:02    
د چين ځانګړی سوسياليزم

cri

د چين ځانګړی سوسياليزم د علمی سوسياليزم د بنسټيزو اصولو او د چين د سوسياليستی ابادۍ له عمل سره يو ځای شوې لاسته راوړنه ده. په دې کې سوسياليزم يو ګډ قانون دی او بنسټيزه ځانګړتيا لری، د چين ځانګړتيا په چين کې د سوسياليزم د بنسټيزو اصولو ځانګړی څرګندوی دی.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلی کولو له پيل راهيسی، د چين کمونست ګوند د مارکسيزم بنسټيزه نظريه، د چين د واقعيتونو او عصری ځانګړتياوو سره د پيوستون له لارې د چين د سوسياليستی ابادۍ د مثبتو او منفی تجربو، د نورو سوسياليستی هېوادونو د برياليتوب او ناکامۍ او د پرمختيايی او پرمختلليو هېوادونو د پرمختيايی حالت او تضادونو په هکله هراړخيزې او څېړنې او ارزونه کړې او د چين د سوسياليزم د پرمختيايې لارې، تاريخي پړاو، بنسټيزو دندو او ستراتيژيک ګام په شمول يې يو لړ مهمې مسئلې حل کړې او په بريالۍ توګه يې د چين ځانګړی سوسياليستی لاره پيدا کړې ده.

په اقتصادی ساحه کې چين چې د يو اصلی ځواک په توګه د دولتی مالکيت په ګډون څو ډوله مالکيت لرونکی اقتصاد په ګډه پرمختګ کوی. په سياسی ساحه کې چين د ملی ولسی کانګرس پر نظام، د کمونست ګوند تر مشرۍ د څو ګوندونو پر همکارۍ او د سياسی مشورې پر نظام او د ملی لږکيو د خپلواکو سيمو پر نظام ټينګارکوی. په کلتوری ساحه کې چين په دې ټينګار کوی چې د زړي په شان د سوسياليستی مفکورو لارښوونه کوی او د توپيرونو د احترام تر څنګ بايد دغه توپيرونه د ټولنې له خوا په پراخه توګه ومنل شی. له واقعيتونو څخه څرګنديږی چې د چينی ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم يوه داسی حتمی او بريالۍ لار ده چې چين په يو شتمن، ديموکراتيک، تمدن لرونکي او يو همغږي سوسياليستی عصری هېواد بدل کړی.

ځانګړی سوسياليزم د يو ځواک او معاصر سوسياليستی هېواد د جوړولو لپاره يوه لازمه او بريالۍ لاره ده.