<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-13 17:57:18    
د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګ همغاړيتوب

cri

د ښارونو او کليو ترمنځ اړيکې د ملی اقتصاد او ټولنيزې پرمختيا په سيستم کې تر نورو ډېرې مهمې اړيکې ګڼل کېږي. اوس د چين د ښارونو او کليو کې ترمنځ د اقتصادی پرمختګ او د اوسيدونکو د عايد او لګښت د سويې په اړه ښکاره توپيرونه شته. نو د چين کمونيست ګوند په ٢٠٠٢ کال کې د دغو توپيرونو د ليری کولو لپاره د تېرې دوری په ملی کانګرس کې غوښتنه وکړه: په پوره توګه د بنسټيزې شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي چې ګام په ګام د کارګرانو او بزګرانو، د ښارونو او کليو او د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د توپيرونو د پراخوالی مخنيوی وکړي. د چين د کمونست ګوند د شپاړسم ملی کانګرس دريمې عمومی غونډې په پنځو ساحو کې د همغاړيتوب په اړه غوښتنه وکړه او په سر کې يې لومړی د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګ همغاړيتوب دی.

د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګ همغاړيتوب معنی دا ده چې د ښارونو او کليو د اقتصادی او تولنيز پرمختګ په اړه واحد پلان جوړ شی او په ګډه په ښارونو او کليو کې د موجودو مسئلو څيړنه وشي او حل و فصل يې شي. د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګ همغاړيتوب موخې دا دې چې د ښارونو او کليو د صنايعو د يو ځای کېدو له لارې، په پوره توګه د ښارونو او کليو دوه اړخيز جوړښت له منځه يوسی او په پر له پسی توګه د کليو په پرمختګ کې د ښارونو د لارښوونې رول او د ښارونو په پرمختګ کې د کليو د خوځوونکی رول پرمخ بوزی څو چې ښارونه او کلی په ګډه پرمختګ وکړی.د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګ همغاړيتوب په هراړخيزو ساحو کې د همغږی او پر له پسی پرمختګ د تر سره کولو، د خلکو د ګټو پر بنسټ په هراړخيزو ساحو کې د بشري پرمختګ لپاره يوه اړينه زمينه او د عملی پرمختګ په اړه د نظر د پلی کولو لپاره يوه مهمه برخه ده.