<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-13 17:57:58    
د چين د لويديې سيمې د ابادۍ او سمسورتيا تګلاره

cri

د چين د کمونست ګوند مرکزی کميټې د چين د لويديځې سيمې د پرمختګ د چټکتيا لپاره په ١٩٩٩ کال کې د دغې سيمې د ابادۍ او سمسورتيا تګلاره ټاکلی ده چې په بشری تاريخ کې ډېره لويه او ګرانه پرمختيايی تګلاره ګڼل کېږي.

دغه تګلاره د چونګ چينګ، سي چوان، ګوی جو، يون نان، شي ځانګ، شينجيانګ، داخلی مغولستان او ګوانګ شي په ګډون په دوولس ولايتونو، خپلواکو سيمو او يا د مرکز تر مستقيمی ادارې لاندې ښارونو کې پلی کېږي او پراخوالي يی شپږ مليون او اته لکه او پنځوس زرو مربع کيلومترو ته رسيدلی چې دغه پراخوالي د چين د عمومی پراخوال په سلو کې يو اويا اعشاريه څلور برخه نيسي او څلور سوه مليون تنه وګړی تر خپل سيوری لاندی راولي. که څه هم د چين په لويديځه سيمه کې زياتې زيرمې شته، خو د طبيعي، تاريخي او ټولنيزو لاملونو له امله دغه سيمه د هېواد د ختيځې سيمې په پرتله وروسته پاتی ده. په چين کې زياتره بی وزلی وګړي په دغه سيمه کې اوسېږي.

د دغې تګلارې عمومی ستراتيژيکه موخې داسی دی چې د يوويشتمې پيړۍ تر منځنی مودې پورې به چي په هېواد کې په بنسټيزه توګه د عصری کيدو بهير تر سره کړي، د دغې سيمې د وروسته پاتی والی حالات به بدل شي او د سيمه ايز پرمختګ توپيرونه به کم شي. دغه راز همدغه سيمه به په داسی نوی سيمی بدل شي چې اقتصاد سمسور، ټولنه پرمختګ وکړی ، ژوند ارام، ملی يووالی ، تينګ ښکلی طبيعت او وګړي شتمن شي.

د دغې تګلارې له پلی کولو راهيسی، حکومت د پلانونو د لارښوونې، د تګلارو د ټاکنې، پانګونې، د پروژو ترتيب او د استعداد لرونکو کسانو د تګ راتګ په ساحو کې له دغې سيمې څخه لا زيات ملاتړ کړی دي. تر ٢٠٠٥ کال پورې د چين مرکزی ماليي اداري په عمده توګه په دغه سيمه کې يو زره او شپږ سوه مليارډه يوانه لګولې دي. هر کال د دغې سيمې د توليدی ارزښت منځنی انډوال په سلو کې لس اعشاريه شپږ ته رسيدلې او د ځای مالی عايداتو کلنی انډوال يې په منځنی توګه په سلو کې پنځلس اعشاريه اوه زيات شوی دی. د دی ترڅنګ په دغه سيمه کې اويا مهمې لويې پروژې پيل شوي دي. د لويديځې سيمې اقتصادی سويه پر له پسی لوړه شوې او د ايکولوژيکی چاپيريال ساتنی او اساسی تاسيساتو جوړونې پياوړې شوې دی.