<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-13 17:58:30    
د چين ديموکراتيک ګوندونه

cri

د چين ديموکراتيک ګوندونه د چين په سترې برخې کې پر واکمن کمونست ګوند سر بيره په سياسی چارو کې نور اته ګډون کوونکی ګوندونه دي. د چين ديموکراتيک ګوندونه پدې ډول دي: د چين د ګوو مين دانګ انقلابی کميټه چې د چين د پخوانی ګوو مين دانګ ګوند د ديموکراتيکې ډلې او د نورو وطن دوستانو له خوا جوړ شوی، د چين ديموکراتيکه ټولنه چې د کلتور، پوهنې، ساينس او تکنولوژۍ په ساحو کې د منځنيو او لوړ پوړيو منورينو له خوا جوړه شوې، د چين د ملی ابادۍ ديموکراتيکه ټولنه چې په عمده توګه اقتصادی ساحه له نامتو شخصيتونو څخه جوړه شوې، د چين د ديموکراتيکې پياوړتيا ټولنه چې په پوهنيزو، کلتورې او نشراتې چارو کې د منځنيو او لوړ پوړيو منورينو له خوا جوړه شوې، د چين د کارګرانو او بزګرانو ديموکراتيک ګوند چې د طب او درملو په ساحو کې د منځنيو او لوړ پوړيو منورينو له خوا جوړ شوی، د چين د جي ګونګ دانګ ګوند چې له بهرنيو هېوادونو څخه چين د بېرته راستنو شويو بهرنيو تابعيت لرونکو او په نورو هېوادونو کې د بهرنيو تابعيت لرونکو چينايانو د خپلوانو د منځنيو او لوړ پوړيو شخصيتونو له خوا جوړ شوی، جيو سان ټولنه چې د ساينس او تکنالوژۍ په ساحو کې د لوړو او منځنيو کچو روڼ اندانو او پوهانو له خوا جوړه شوې او د تايوان د ديموکراتيکې خپلواکۍ ټولنه چې د تايوان د وطنوالو له خوا جوړه شوې ده.

ياد شوی ديموکراتيک ګوندونه د چين د کمونست ګوند د يووالی او همکارۍ نژدی ملګری او په سياسی چارو کې ګډون کوونکی ګوندونه ګڼل کېږي چې مخالف يا غير واکمن ګوندونه نه دي.دغه ګوندونه د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د وطن دوستې متحدې جبهې يعنی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس تشکيلاتی يونټ دی چې د سياسی مشورو او د ديموکراتيکې څارنی له لارې د چين له کمونيست ګوند سره همکاری کوي او د هېواد په واکمنۍ او سياسی چارو کې او د هېواد د مشرانو په ټاکنه، د دولتی چارو په ادارې ، د دولتی تګلارو او قوانينو په جوړولو او پلی کولو کې هم ګډون کوي.