<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-13 18:57:28    
د سويز کانال

cri

د سويز کانال د مصر په شمال ختيځ کې واقع او د أسيا او افريقا ترمنځ جلاکوونکی کرښه ده٠ له دی امله چی د سويز کانال په جوړيدو سره د مديترانی سمندر د سره سمندری سره او د اطلس سمندر د هند له سمندر سره يو ځای شويدی، نو سويز کانال ډېر ستر ستراتيژيکی موقعيت او اقتصادی ارزښت لری٠

د سويز کانال د نړۍ د ختيځ او لويديځ ترمنځ د ترانسپورت يوه مهمه لار ده، مثلا له لندن څخه تر کويت پوری د سويز کانال له لاری د کشتی چلولو واټن له هغه مزل څخه اته زره اته سوه اتيا کيلومتره لنډ دی کوم چی بيړۍ يی د افريقا د جنوبی څنډی د کپ ګود هوپ له لاری کويت ته وهی٠ د بيړۍ چلولو د واټن له لنډوالی څخه پرته د ليږدونې لګښت هم کميږی او د بيړۍ او مسافرينو لپاره په کانال کې تګ را تګ ډېر په امن دی٠ د دغو ښيګڼو له کبله د نورو کانالونو په پرته په سويز کانال کې د حمل ونقل حجم ډېر زيات دی، نو دغه کانال په نړۍ کې ډېر اباد کانال بلل کيږی٠ دغه کانال د اوږدی مودی لپاره د امپريالستی قواوو په اختيار کې ؤ ، خو په ١٩٥٦ کال کې بيرته مصر ته ورکړل شو٠

په شپږمه لسيزه کې د سويز کانال له يو سلو اتيا مترو څخه تر دوو سوو مترو پوری پلنوالی درلود او يوازی د پنځه شپيتو زرو ټنو په ظرفيت بيړۍ تری تيريدای شوی٠ خو د کانال د پراخوالی پروژۍ د لومړی مرحلی له بشپړيدو وروسته اوس د يو سلو پنځوسو زرو ټنو په ظرفيت لويی بيړۍ هم پکې تيريدای شی٠ د شمېرنی سره سم په ١٩٨١ کال کې يوويشت زره لويی يا کوچنی بيړۍ له دغه کانال څخه تيری شوی او د

مصر حکومت اته سوه اتيا مليونه امريکايی ډالره ګټه تری اخيستی وه٠ که د پروژی دوهمه مرحله تر سره شی، کانال به په غبرګو لارو بدل شی او د دوو لکو شپيتو زرو ټنو په ظرفيت ډېره لويه بيړۍ به هم ور څخه تيريدای شی او د تيريدو وخت به يی هم ډېر کم شی٠