<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 14:45:09    
چن سو ځن: که نندارچيان وغواړي، زه به تل نندارې وړاندې کړم

cri

د نندارچيانو له امله مې برياليتوب تر لاسه کړی. زه به په پرله پسی توګه هڅې وکړم. چن سو ځن په جدي توګه دغه وينا وکړه.

هغه د کمونست ګوند د ١٧ دوری غونډې يوه استازی او د های کو ښار د جونګ اوپيرا هنري ډلې مشره ده. ٤٦ کلنه چن سو ځن لا هم د هنرمندانو ځانګړتياوې لري چې مخ يې ډېر ښکلی او غږ يې ډېر صاف او خوږ دی.

خبريال څو څو ځلې د مرکې کولو د وخت لپاره دې ته تليفون کړی خو چن سو ځن تل ځواب ورکړ چې زه اوس په کليوالو سيمو کې نندارې کوم او زه به هرومرو له تاسو سره اړيکې ونيسم کله چې بېرته های کو ښار ته ورسېږم.

يوه ورځ چن سو ځن چې هماغه مهال له يوه کلی څخه بېرته ستاينه شوې وه، خبريال ته وويل د دغه کلی څو تنه ځوانان په پوهنتونونو کې شامل شوي دي. نو په بلنې سره هلته تللی وم چې دغه خوشالي ولمانځم.

دې زياته کړه دوی به په پوهنتونونو کې د ځوانانو د جلبېدو، واده او د نويو کارونو د پيدا کولو په کډون په هره خوشاله ورځ مونږ ته بلنې راکړي چې د دوی له خوشاليو څخه خوند واخلو.

چن سو ځه په ١٩٧٦ کال کې په خپلو هنري کارونو پيل کړ او په ١٩٧٩ کال کې يې د های کو ښار د جونګ اوپيرا په هنري ډله کې ګډون وکړ.هغه هره ورځ هغه په جدي توګه تمرين کوي. د هنري ډلې او د کور په ګډون بېلا بېل ځايونه د دې د تمرين

ډګرونه دي .

په ٢٠٠٣ کال کې چن سو ځن د های کو ښار د جونګ اوپيرا د هنري ډلې د مشرې په توګه وټاکل شوه. د دې په أند جونګ اوپيرا يو کلتوري دود دی او ښو ځای نيوونکو ته اړتيا لري. نو هغه يوه بله دنده هم پر غاړه اخلي چې يو لړ نويو لوبغاړيو ته روزنه ورکړي.

هر کال چن سو ځن د پرله پسو هڅو له لارې دوه يا دری نوی نندارې جوړوي او تمرين کوي. په ٢٠٠٣ کال کې يې ١٣٢ ځلې نندارې کړې، په ٢٠٠٤ کال کې يې ١٣٧ ځلې ،په ٢٠٠٥ کال کې يې ١٤٠ ځلې او په ٢٠٠٦ کال کې يې ١٦٠ ځلې نندارې کړې وې. په هره ننداره کې د چن سو ځن د جونګ اوپيرا لپاره د دې مينه ، ټينګار او هڅه ليدل شوې.

چن سو ځه نه يوازی له جونګ اوپيرا سره مينه لري بلکې خپله ليری او لويه موخه لري. دې وويل جونګ اوپيرا د های نان ټاپووزمې د کلتور يوه نښه ده. خو ډېرو کسانو تر اوسه دغه اوپيرا نه ده پېژندلی. زه بايد خپلو د کوششونو له لارې دغه اوپيرا ټولو هېوادوالو ته ورپېژنم. که نندارچيان وغواړي، زه به تل نندارې وړاندې کړم.