<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 17:50:43    
د چونګ چينګ ښار (٣)

cri

د چونګ چينګ ښار د چين د ٨ عمده صنعتی ښارونو څخه يو شميرل کيږی او د يانځی سيند په پاسنی برخه کی يو بندری مرکز دی ٠ چونګ چينګ د جنوب لويديځ چين د ډير لوی صنعتی ښار او د تجارتی او پولی چارو مرکز هم ګڼل کيږی٠ په چونګ چينګ کی ودانۍ د غرونو په لمنو او د سيند په غاړه واقع دی او ډير مشهور تاريخی ځايونه او لرغونی اثار پکې ليدل کيږی٠

چونګ چينګ د جنوب لويديځ چين د اقتصادی، ترانسپورتی او کلتوری مرکز په توګه ګڼل کيږی ، په ١٩٩٧ کال کی يی د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت ١٣٥ مليارډو ١٠ مليونو يوانو ته رسيدلی وو٠ اوس په چونګ چينګ کی څه د پاسه ١٠ زره صنعتی شرکتونه شته او د ماشين الاتو ، اوسپنې جوړولو او کيمياوی صنايعو، د اليکترنيکی توکيو او د افزاري سامان ألاتو په شمول بشپړ صنعتی سيستم پکی رامنځ ته شوی دی ، په ١٩٩٧ کال کی د چونګ چينګ د ټول ښار صنعتی عمومی ارزښت ٨١ مليارډو ٤٠٠ مليونو يوانو ته رسيدلی وو٠ په چونګ چينګ کی د کرنيزو ځمکو مساحت ١٠ مليونه ٨٠ زره مربع کيلومتره دی او هر کال يی د وريجو توليدی اندازه ١١٨ مليونه ٤٠ زره ټنه وي٠ په ١٩٩٧ کال کی د ټول ښار د کرنی، لرګيو، رمو او د کب نيونی عمومی ارزښت ٢٣ مليارډو ١٠٠ مليونو يونو ته رسيدلی وو٠ د ترانسپورټ او پوست چارو په چټک سره پرمختګ کوی ، دچنګ يو ، چوان چيان او شيانګ يو دريو اورګاډيو اصلی لاری له چونګ چينګ تيريږی او تر اوسه پوری د بيړيو، موټرونو، الوتکو او اورګاډيو په شمول بشپړ ترانسپورټی شبکی پکې را منځته شوی دی٠ په ١٩٩٧ کال د ټول ښار د ليږد راليږد عمومی حجم ٢٥٣ مليونه ټنه او د مسافرينو ترانسپورټ ټول ٤٧٠ مليونه تنه رسيدلی وو٠