<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 17:09:00    
د چين کمونست ګوند

cri

د چين کمونست ګوند د نولس سوه يوويشتم کال د جولای په لومړی نيټه جوړ شو .

د چين کمونست ګوند د چين د کارګری طبقی ، د چين د خلکو اوچينی ملت مخکښه ده او د چين د ځانګړی سوسياليزم د ودانولو دداعيی د لارښوونی زړی دی . هغه د چين د پرمختللی توليدی ځواک د پرمختيايی غوښتنی ، د چين د مترقی فرهنګ د پرمختګ د لوری او دچين د ګڼ شمير وګړو د اساسی ګټو استازيتوب کوی . د چين د کمونست ګوند عالی ارمان او وروستی مرام د کمونيزم پلی کول دی .

د سوسياليزم په لمړنۍ موده کې د چين د کمونست ګوند بنسټيزه تګلاره ده : د هيواد د بيلابيلو قومونو وګړو لارښوونه او د هغو يووالی ، ټينګول دي چې د اقتصادی ابادۍ دمرکز په توګه پر څلورو اساسی اصولو او اصلاحاتو او ورخلاصون د ټينګارکولو له لارې د خپلواکو کوششونو له برکته د چين شتمنۍ ، دېموکراتيک او متمدن سوسياليستی عصری هيواد د ابادۍ لپاره کوشش وشی .

د چين کمونست ګوند مارکسيزم ، لينينزم ، ماو ځه دونګ افکار ، دنګ شياو پينګ تيوری او د دريو استازيتوبونو په نامه مهمه متکوره خپله عملياتی لارښونه ګڼی . مارکسيزم او لينينزم د بشر د ټولنې او تاريخ د پرمختګ قانون څرګندوی او عمومی اصول يی سم دي او سترحياتی قوت لری . د کمونيزم هغه عالی موخه او وروستی مرام يوازی د سوسياليستی ټولنې د پوره او کامل پرمختګ پربنسټ ترسره کيدای شی . د سوسياليستی نظام پرمختګ او بشپړتيا اوږد تاريخی بهير دی . د مارکسيزم او لينينزم پر اساسی اصولو په ټينګار سره له هغې لارې چې د چين د خلکو د خوښۍ او دولتی حالاتو سره سمون لری د چين سوسياليستی لارې چارې به هرومرو وروستی بری ومومی .