<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 17:13:27    
د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو ګوندونو د همکارۍ او سياسی مشورو نظام

cri

د چين ګوندي نظام د لوېديځو هېوادونو له دوه او يا څو ګونديز نظام او هم د يو شمېر نورو هېوادونو له يو ګونديز نظام سره توپير لري. دغه نظام د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو ګوندونو د همکارۍ او سياسی مشورو نظام دی چې د اوږدې مودې راهيسې د چين د انقلاب، أبادۍ او اصلاحاتو په بهيرکې د کمونست ګوند او بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو لخواټاکل شوی او بشپړ شوی دی. دغه نظام د اوسنی چين يو بنسټيز سياسی نظام هم دی.

د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د بېلا بېلو ګوندونو د همکارۍ او سياسی مشورو نظام ځانګړتياوې په دې ډول دی: د چين کمونست ګوند د مشرتابه دنده پر غاړه لری او بېلا بېل ګوندونه ور سره همکاری کوی په بله ژبه د چين کمونست ګوند واکمن ګوند او بېلا بېل ګوندونه په دولتي چارو کې ګډون کوی چې دغه ديموکراتيک ګوندونه د چين د کمونست ګوند نژدی دوستان او د واکمنۍ په چارو کې ګډون کوونکي دي، خو مخالف ګوندونه او يا ناواکمن ګوندونه نه دي. بېلا بېل ديموکراتيک ګوندونه د هېواد په واکمنۍ، د تګلارو او مشرانو د ټاکنې په سلامشورو، د دولتي چارو په اداره او د تګلارو او قوانينو په پلی کولو کې برخمن دي. د چين له دولتي حالاتو او څرګندوال سره سم د چين د کمونست ګوند مشری د څو ګونديزې همکارۍ اړين شرط او بنسټيز تامين دی. ددې ترڅنګ د کمونست ګوند مشری هر کال يو اسان انحصار نه دی ، بلکې سياسی مشری ده په بله ژبه د

سياسی اصولو ، لوري او لويو تګلارو لارښوونه ده.

د چين د کمونست ګوند په مشری د بېلا بېلو ګوندونو د همکارۍ او سياسی مشورو نظام هم د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو، ولسي ډلو او شخصيتونو ځيرکتيا راغونډولی او د علمي او ديموکراتيکو لارو چارو پر بنسټ د واکمن ګوند او د بېلا بېلو کچو حکومتونو د پرېکړو بهير پرمخبيولی شی او هم د بېلابېلو ټولنو د وګړيو غوښتنې پوره کولی شی ، دغه راز دغه نظام د يو ګونديزې واکمنۍ په ترڅ کې د څارنې د نشتوالی د مخنيوی تر څنګ د څو ګونديزې سيالۍ له امله د رامنځته کېدونکو سياسي شخړو او ټولنيزې ناارامۍ مخنيوی هم کولای شي.