<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 17:14:04    
د خلکو خدمت

cri

د چين د کمونست ګوند د أبادۍ بنسټ تل د ګڼ شمېر وګړيو د بنسټيزو ګټو په استازيتوب او د زړه له کومې د وګړيو خدمت ترسره کول دي. د وګړيو خدمت کول هم د چين د سوسياليستي ازرښتونو او اخلاقي نظريو زړی دی.

د چين د کمونست ګوند او د چين د ولسی جمهوريت عمده بنسټ ايښودونکی او مشر ماو ځه دونګ ويلی چې له نورو سيالو ګوندونو سره د کمونستانو د توپير او ځانګړتيا يوه ښکاره نښه دا ده چې له کڼ شمېر وګړيو سره نژدی اړيکی لري. د زړه له کومې د وګړيو خدمت کوی او هيڅکله له وګړيو څخه نه بېلېږي. د وګړيو د ګټو ساتلو لپاره کوشش کوي، نه د شخصيت او يا کوچنيو ډلو ګټو لپاره

سږ کال د چين د کمونست ګوند عمومی منشی هو جين تاو يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې د کونست ګوند بنسټيزه موخه د زړه له کومې د وګړيو خدمت کول دي. زموږ د ګوند د ټولو کارونو او مبارزو موخه وګړيو ته د ګټی رسول دي او بايد تل د ګڼ شمېر وګړيو د بنسټيزو ګټو عملی کول او ساتل او پياوړتيا زموږ د ګوند او دولت د ټولو کارونو پيل او بنسټ وی او دغه هدف ترسره کړو چې د هيواد پرمختګ بايد د وګړيو د ګټو لپاره ،د وګړيو پر ملاتړ تکيه وکړي او وګړي د پرمختګ له برياليتوبونو څخه ګټه واخلي.

د وګړيو خدمت کول هم د چين د سوسياليستي اخلاقي نظريو مرکز دی. په ورځني ژوند کې د وګړيو خدمت کول دا مانا لری چې تر وسې پوري نورو کسانو ته زياته پاملرنه وشي چې د نورو کسانو او ټولنې لپاره ګټور کارونه ترسره کړي او په خپلو کارونو سره نورو کسانو او ټولنې ته ګټې ورسوي.