<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 17:27:31    
فرانسوۍ مېرمن وايي په چين کې يې د ژوند اصلي لار موندلې

cri

درنو او محترمو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه،خداي وکړي چې خوښ او سوکاله اوسئ،دادی نن يو ځل بيا زه خوشحال تايب ستاسو په چوپړ کې يم درنو دوستانو ښايي تاسې پوهيږئ چې زياتره چينايانو د تاويزم په هکله اوريدلي،خو ډېری کسان يې په ريښتينې توګه پدې اړه معلومات نلري او نه پوهيږي،په هرحال د تاويزم مذهب د يوې فرانسوي ډاکترې لپاره د ژوند لار ګرځيدلې ده، د بهرنيان په چين کې ننۍ برخې کې به د دغې فرانسوۍ ميرمنې چې کارين مارتين نوميږي لږ څه معلومات درکړم،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاته شئ،

څلور ديرش کلنه کارين ماترين د پاريس ښار جنوبي برخې ته څيرمه د يو کوچني ښارګوټي اوسېدونکې ده، نوموړې د طب دمتخصصې په توګه د پاريس له پوهنتون څخه فارغه شوې،چې وروسته يې د لندن په يو اړوند روغتون کې د پنځو کلنو لپاره څيړنيزه دنده ترسره کړه چې اصلي موخه يې د درملو په وړاندې د انسان د بدن د رګونو عکس العمل معلومول وو،هغې له خپلې دندې سره ډېره زياته مينه درلوده،د هغې لپاره د انسان د بدن په هکله دسختو طبي څيړنو تشريح او روښانه کول نه يواځې ډېر په زړه پورې وو بلکې پدې لار کې يې زيات زيارونه هم ايستلي دي، مخکې لدې چې چين ته راشي هغې يواځې په خپل مسلک يعنې طب باندې باور درلود،په يو لوی ښار کې په لوړ معاش سره دنده ترسره کول،له خپلو ملګرو سره ښه وخت تيرول،او په همدې شان نور هر څه،چې زياتره دا شان خلک دا د ځان لپاره يواځې ستر وياړ بولي،

کارين وايي زما په هغه ژوند کې ځينې داسې پيښې رامنځ ته کيدلې،چې زياترو به يې انديښنې او فشار راباندې راوړل،زه تل د انديښنو يو پيټی وم،او هيڅکله مې روحي أرامتيا نه درلوده،حتی په خپلو رخصتيو کې هم،په ١٩٩٨ کال کې د کارين مارتين يو همکار مشوره ورکړه چې څنګه فکر وکړي او د عبادت کولو جوګه شي،او ورته يې وويل چې يو ځل خپل ځان وأزمايي،د کارين لپاره دا تجربه ډيره حيرانونکې وه،او هڅه يې پيل کړه چې د لاو تسي او چوانګ تسي په فرانسوي او انګليسي ژبو ليکل شوي کتابونه ولولي،چې له طب سره يې هم اړيکې درلودې،چې دې کار له چين سره دهغې تړاو ته نور ځواک هم ورکړ،مخکې هغې د چين د زياتو وګړو،لوي دېوال او چاپ سټک يا کوايزه چې يو ډول لرګې دي اوخواړه پرې خوړل کيږي معلومات درلود،

په ٢٠٠١ کال کې کارين د چين د شانسي ولايت په شيان ښار کې دتاويزم مثلثي بڼې عبادت ځاي ته ورغله،او هلته يې دوه مياشتې تېرې کړې،او په ٢٠٠٢ کال کې دهغې د استاد خوانګ لخوا په رسمي توګه ومنل شوه،او دې ته يې جينګ شيو نوم ورکړ،کارين په ٢٠٠٣ کال کې خپله دنده پرېښوده، هغه دنده چې په خپل ټول ژوند کې يې درلوده،او له خپل ملګري سره يې هم د تل لپاره خدای پاماني وکړه او په چين کې د مثلثي بڼې درلودونکي معبد په لور راوخوځيده، کارين وايي زما دکورنۍ غړو او زما ځوان ورور په تيره بيا زما مور ډېره هڅه وکړه چې ما له خپل تصميم څخه راوګرځوي خو دا هر څه زما د هوډ په وړاندې بې اغيزې وو،ما دخپلې کورنۍ غړو ته وويل زه د يوې ځوانې او بالغ شخص په توګه حق لرم چې خپل تصميم په خپله ونيسم،او زه به له خپل انتخاب يا خوښې څخه په شا نشم، په هغه وخت کې نوموړې په چيني ژبې هيڅ نه پوهيده،او نه يې هم په چين کې کوم ځانګړی دوست درلود چې له مخکې يې اړيکې ورسره ولري او يا يې هم خبرې اترې ورسره کړي وي،هغه يواځې په خپله کوټه کې پاتې شوه او د چيني ژبې په لوست يې پيل وکړ،او پدې هکله يې ځينې تجربې حاصلې کړې،هغې څو څو ځله د يوې سيلانۍ په شان شيان ته سفرونه وکړل او بيرته خپل ټاټوبي ته ستنيده ،تر څو خپلې موخې ته ورسېده،

اوس مهال کارين او که دهغې په چينايي نوم ووايو جينګ شيو هر سهار د شانسي په نورمال پوهنتون کې د چيني ژبې زده کړه کوي،چې دا کار ښايي يو کال دوام وکړي تر څو هغه وکولاي شي ،په ښه او روانه توګه له نورو چينايانو سره خبرې اترې وکړي،په هر حال هغه په ستونزمنه توګه د خپل چاپيريال د خلکو په خبرو پوهيږي ځکه هغوی ځانګړې لهجه لري،کارين پدې هکله وايي: زه باور لرم چې دوی په چيني ژبه خبرې نه کوي، اوه خدايه!! زه ددوی په يوه خبره هم نه پوهيږم،

جينګ شيو د غرمې لخوا خپل وخت له نورو همکارانو سره په خبرو اترو تيروي چې زياتره يې د داويزم په اړه وي،

په حقيقت کې کارين د چينايانو د اصلي ورځني ژوند په اړه ډېر څه زده کړل،هغه کله کله په کليواله سيمه کې ګرځي راګرځي ښکلې او رنګينې جامې اغوندي،او لوړ لوړ بوټونه په پښو کوي،کله کله هم د کيلوالي مشرانو کيسو ته غوږ نيسي،که څه هم په بشپړه توګه نه پرې پوهيږي،او کله چې وږې شي نو په سيمه کې ځينو د هغو بيړنيو خوراکونو خوړن ځايونو يا رستورانتونو ته ورځي چې په دوه يوانه يا ليانګ پاي باندې کولای شي د خپلې خوښې ترخه خواړه چې د شانسي له ځانګړو ګلانو سره پاخه شوي وي تر لاسه کړي، جينګ شيو په ډاګه کړې چې اوس يې په چين کې له ژوند کولو سره عادت کړی،او داسې کوم پلان نلري چې دا ځای پريږدي،نوموړې په چين کې د خپل ژوند په هکله يو ويديويي کسټ خپلې کورنۍ ته ثبت او ليږلی دی، چې په چين کې ددې د اغيزو،اړيکو،دوستانو او نورو شيانو په اړه يې خپلې کورنۍ ته معلومات ورکړي وو، او په دې هيواد کې د خپل اوسيدو په هکله يې بشپړ ډاډ ورکړی.

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو او محترمو اوريدونکو دا وه د کارين ماترين په هکله لنډ معلومات چې مخکې يوه ډاکټره وه خو اوس په چين کې د داو د مذهب يو پلوي ګرځيدلې ده، که تاسې هم کوم وخت چين ته سفر کړی وي او يا هم د چين په اړه ځينې خاطرې او يادونه ولرئ نو مهرباني وکړئ د خپلو ليکونو په وسيلې يې زموږ سره شريکې کړئ، تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ،پاک رب مو مل او ساتونکی شه.