<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-14 17:46:13    
بزګران د حکومت له کلتوري مرستو څخه ګټې اخلي

cri

د تېری پيړۍ په پيل کې د چين څو حکومتي ارګانونو په ګډه په ليری کليوالو سيمو کې بزګرانو ته کتابونه ورکړل او ورسره يې مرستې وکړې چې د ساينس او تکنولوجۍ له لارې شتمن شي. پر همدی مهال ولسی سازمانونو د ښارونو او کليوالو سيمو د ځوانانو د لاس په لاس د فعاليت له لارې په کليو کې د کلتور د پرمختګ لپاره هم خپل خدمتونه کړي دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو يو لړ کلتوري فعاليتونو په اړه څه معلومات درکړم.

اوس په چين کې ډېر حکومتي ارګانونه او ولسي ټولنې په کليوالو سيمو کې د کلتوري بنسټيزو تاسيساتو له جوړولو سره مرسته کوي چې د بزګرانو کلتوري کچه لوړه کړي. د چين کلتوري مرستندويه کمېټه چې په ١٩٩٣ کال کې جوړ شوی، يوه بې ګټې ولسی ټولنه ده. دغې ټولنې په ١٩٩٤ کال کې د چاپ او اطلاعاتو له دولتي ادارې سره د کتابونو راټولولو فعاليت تر سره کړ چې په کليوالو سيمو کې کتابتونونه جوړ کړي. يو بزګر جانګ ون پينګ وويل هغه په کتابتون کې د ساينس او تکنولوژۍ په اړه ډېر کتابتونه لوستلي او د ميوه لرونکو ونو له روزلو څخه ګټې اخيستي دي. ده وويل د کلتوري مرستې او په کليوالو سيمو کې د ساينس او تکنولوجۍ د خپرولو له لارې مو ډېر شيان زده کړې دي. د ميوو توليدي اندازه مو زياته شوی ده.

دغه فعاليت ډېر برياليتوب تر لاسه کړی او د حکومتي ارګانونو پاملرنې يې هم

راجلب کړي دي. د چاپ او اطلاعاتو دولتي ادارې يو چارواکی ښاغلی فان وې پينګ وويل حکومت د کتابونو اخيستلو او د کتابتونونو د جوړولو لپاره زياتې پيسې لګوي او ټول کتابونه د بزګرانو لپاره مناسبت دي. ده وويل---غږ ٢---ټول کتابونه چې زمونږ له خوا اخيستل شوي، د ډېرو بزګرانو لپاره مناسب او د منلو وړ دی. د ګوند د تګلارو، د قوانينو، په تېره بيا ساينس او تکنولوژۍ او د کلتور په هکله کتابونه د ګڼ شمېر بزګرانو د لوستلو او کارولو وړ دی.

د کتابونو پر برابرولو سربېره، د چين د کرنې ، ساينس او تکنولوژۍ او روغتيا وزارتونه هر کال هغه فعاليتونه تر سره کوي چې بزګرانو ته داړينو معلوماتو ورکولو لپاره اړوند کارپوهان کليوالو سيمو ته لېږي.

اړوندو ارګانونو په وروستيو کلونو کې کليوالو ماشومانو او ځوانانو ته ډېره پاملرنه کړې او د دوی د کلتوري چاپيريال د ښه والی لپاره يې هڅې کړي دي. په ١٩٩٥ کال کې يادې شوی کمېټې له اړوندو ارګانونو سره يو ځای د کليوالو ماشومانو لپاره د لاس په لاس په نامه يو فعاليت تر سره کړ.

له لسو کلونو راهيسي، د دغه فعاليت په پلی کولو سره د ښارونو او کليو سيمو او د بېلا بېلو قومونو د ماشومانو ترمنځ اړيکې پياوړی شوي دي. په وروستيو کلونو کې د ښارونو په چټک پرمختګ سره ډېرو بزګرانو په ښارونو کې کارونه پيل کړي او يو شمېر کسانو يې خپل ماشومان په خپل اصلي ټاټوبی کې پرې ايښي دي. ټولنه د دغو ماشومانو د ښوونې او ودې چاپيريال ته ډېره پاملرنه کوي. سږ کال د لاس په لاس فعاليت په ځانګړی توګه د دغو ماشومانو لپاره تر سره شو.د چين د ماشومانو

کتابونو چاپولو ادارې مشر مرستيالې لو جين چې د ماشومانو مسئلو يوه مشهوره کارپوهه ده، په دې هکله وويل مخکې دغه لاس په لاس فعاليت د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ د ماشومانو د لاس په لاس

لپاره تر سره شوی وو خو په وروستيو دوو کلونو کې دغه فعاليت د هغو بزګرانو د ماشومانو لپاره تر سره شوی چې په ښارونو کې کار کوي.

په وروستيو کلونو کې د چين حکومت د نويو سوسيالستي کليو أبادۍ په اړه تګلاره وړاندی کړی او پکې د کلتوري چارو سمسورتيا يوه عمده موضوع ده. حکومت به په راتلونکو څو کلونو کې په پرله پسی توګه په کليوالو سيمو کې د کلتوري چاپيريال د ښه والی په برخه کې ډېر پيسې ولګوي چې ټول بزګران ترې ګټې واخلي.