<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-16 17:18:30    
د چين د ځوانې سندرغاړې يو لی نا له خوا ويل شوی ولسی سندری

cri

لومړۍ به موږ په ګډه د يو لی نا له خوا ويل شوی د شان بی سيمی يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی شپون٠په دغه سندره کې په ريښتينی توګه پر هلک باندی د نجلۍ مينه څرګنديږی٠

يو لی نا په ١٩٨٧ کال کې د هه بی ولايت د سندرو او نڅا په ډله کې د يوې ځانګړی سندرغاړی په توګه او په ١٩٩٩ کال کې يی د چين د ولسی ازادی بښونکی پوځ په هنری ډله کې يو هنري سرتېرې په توګه شامله شوی ده٠ له څو کلونو راهيسی يو لی نا د خپل نه ستومانه کيدونکيو کوښښونو له امله د سندرو د ويلو په برخه کې ځانګړی سبک رامنځته کړی ٠ اوس به موږ په ګډه د يو لی نا له خوا ويل شوی د څلور فصله سندره په نامه يوه خوندوره سندره واورو٠په دغه سندره کې د پسرلی، دوبی، منی او ژمی په فصلونو کې د ګلانو د وړلو له لاری نجلۍ ته د هلک مينه څرګنديږی٠

يو لی نا د بېلا بېلو سبکونو سندرو په ويلو کې ډېره ټکره ده چی د هغې له خوا ويل شوی څه د پاسه ٤٠ سندری د چين د خلکو د مرکزی راډيو له خوا کارول کيږي او دوی يی د پروګرامونو له لاری خپروي٠ د پروګرام په پای کې به موږ په ګډه د يو لی نا له خوا ويل شوی د چين د شمال سيمی يوه ولسی سندره واورو٠

ګرانو اوريدونکو، د خوندورو سندرو په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ د پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!