<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-17 17:16:59    
بېجينګ په بريالی توګه د معيوبينو د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره کوششونه کوي

cri

د روان کال د اګست له اتمې نېټې څخه د بېجينګ د اولمپيک لوبو پرانيستلو ته پوره يو کال پاتی شو. په همدی ورځ چينايانو د بېجينګ د تيان ان من په ډګر کې په سندرو ويلو او نڅا سره لمانځنه وکړه. د اګست شپږمه نېټه د ٢٠٠٨ کال د معيوبيونو د اولمپيک لوبو له پرانيستلو څخه د يو کال د پاتې کېدو د لمانځنې مراسم هم په بېجينګ کې تر سره شول. د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کمېټې مشر جيا چينګ لين په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

په ٢٠٠٨ کال کې به بېجينګ د اولمپيک له دوبنيو لوبو وروسته د معيوبينو اولمپيک لوبې تر سره کړې. نو د دوبنيو لوبو د تياريانو تر څنګ بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبو لپاره هم ښې تياريانې نيسی. په بريالی توګه د اولمپيک دغه دوې لوبې تر سره کول د بېجينګ موخه ده.

د بېجينګ د تشکيلاتی کمېټې اجرائيوی مشر دنګ پو فانګ د لمانځنې په ياد شويو مراسمو کې وويل دغه موخه د بېجينګ او چين يوه ژمنه ده چې پکې د اتيا مليونو معيوبينو په شمول د چينايانو يوه هيله پرته ده. يو کال وروسته به له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه راتلونکی معيوبين لوبغاړی د سپورتي لوبو له لارې د خپل ژوند د خوښۍ او خوشحالۍ څرګندونه وکړي.

د معلوماتو له مخې، د يو سل او پنځوس هېوادونو او سيمو نژدی اوه زره تنه لوبغاړی، روزونکی او چارواکی به د ٢٠٠٨ کال د معيوبينو د اولمپيک په لوبو کې ګډون وکړي. د ياد وړ خبره دا ده چې د بېجينګ تشکيلاتی کمېټه به د دغو کسانو ترانسپورتي لګښت ور کړی. دا د معيوبينو د اولمپيک لوبو په تاريخ کې لومړی ځل داسی عمل دی.

د معيوبينو د اولمپيک لوبو د نړيوالې کمېټې مشر فليپ کرون هم چې په ياد شويو مراسمو کې ګډون درلود، په خپله وينا کې د معيوبينو د سپورتي چارو لپاره د چين د کوششونو ستاينه وکړه. هغه وويل يو کال وروسته به د بېجينګ د معيوبينو اولمپيک لوبې د دغو لوبو په تاريخ کې تر ټولو د پاملرنې وړ لوبې وګرځي.

اوس د معيوبينو د اولمپيک لوبو تياريانې هم په عادي توګه روانې دي. د بنسټيز کار په توګه، د ستډيومونو جوړونه د خوښۍ وړ کار دی. د معلوماتو له مخې، د معيوبينو اولمپيک لوبې به د اولمپيک دوبنيو لوبو له ستډيومونو څخه استفاده وکړي چې زياتره به يې د روان کال تر پايه پوری بشپړ شي. د دغو ستډيومونو د جوړونې په ترڅ کې د معيوبينو لوبو پر ځانګړو اړتياوو غور شوی دی.

اټکل کېږی چې د معيوبو لوبغاړو شمېر څلور زره تنو ته ورسيږی او د نندارچيانو په سلو کې پنځلس به معيوبين وي، نو بېجينګ په سټديومونو کې د بی خنډونو تاسيساتو پر جوړونې سربيره، په ټول ښار کې د بی خنډونو تاسيساتو جوړونې ته هم دوام ور کوی. بېجينګ هيله لري چې په راتلونکی کال کې د ټولو معيوبو لوبغاړو او نندارچيانو لپاره ښې زمينې او بشپړ خدمتونه برابر کړي.