<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-17 17:38:41    
د شينجيانګ وتلی کليواله ښځينه ډاکټره ليو يو ليان

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د قومول ښار د استانه کلی ښځينه ډاکټره ليو يو ليان له يو څلويښتو کلونو راهيسی د زړه له کومی کليوالو ته طبی خدمتونه ترسره کوی او د بی شميره خلکو د ناروغۍ درملنې يې کړي دي٠ کليوالو پر هغې باندی ٌ د ژوند ژغورونکې ښځينه ډاکټرې ٌ افتخاری نوم ايښی دی ٠ د چين شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته دغه کليوالی ډاکټره دروپيژنو٠

د استانه کلی او شاوخوا سيمو ځينی کليوال او اوسيدونکي د اقتصادی ستونزو له امله کله نا کله د ناروغۍ د علاج لګښت نشی ورکولای، نو ډاکټره ليو يو ليان تر وسی پوری د دوی لپاره طبی لګښت سپموی ٠ د قومول د ښاری سيمې سپين سری وانګ ګوانګ څای له دوو کلونو راهيسی ګوځڼ وهلی دی٠ ليو يو ليان د هغې لپاره د اړينو درملونو د نسخې له ليکلو څخه برسيره هره ورځ په وړيا توګه د اکيوپنکچر او مساژ له لارې د دې د ناروغۍ درملنه کوی٠ د وانګ ګوانګ څای خاوند وويل :

  زما د ميرمن لاسونه او پښې فلج شوی ، نو ما له ښاری سيمې څخه هغه دلته راوست، د ډاکټرې ليو يو ليان لخوا د اکيوپنکچر وهلو له لاری يې يو څه توپير کړی دی چې پخوا د ده پښې په پوره توګه فلج وې، خو اوس مهال د اکيوپنکچر او مساژ او د ده د تمريناتو له لاری ګامونه پورته کولای شی ٠ د ډاکټرې ليو يو ليان په کلينيک کی په لږ طبی لګښت سره ښه ګټې اخيستلای شی ٠ هغه زمونږ ښه ډاکټره او پر مونږ باندی ډيره ګرانه ده٠ ٌ

ليو يو ليان د ١٦ کلنۍ په وخت کی د کليوالې ډاکټرې دنده په غاړه واخيسته او په هغه وخت کې يې يوه ژمنه وکړه چې د کليوالو معمولی ناروغيو درملنه په خپل کلي کی وکړي ٠ د خپلې دغې ژمنې د پوره کولو لپاره به هغه کله نا کله په نيمه شپه کې د کليوالو په غوښتنه د ناروغۍ د درملنی په موخه د دوی کورونو ته تلله او هره ورځ د دوولسو ساعتونو لپاره ناروغانو ته خدمتونه ترسره کوی٠ د استانه کلی مشر سپين ږيری يونس تيمور وويل : ليو يو ليان د دغه کلی د ټولو څه دپاسه زرو تنو کليوالو لپاره د ناروغيو درملنه کړې او زيات ځوان کليوال د هغې په قابله ګۍ دغه نړۍ ته راغلي دي، د کليوال اهسوم دوه لورګانې همداسی دي ٠ اهسوم وويل :

اوس زه بډای شوی يم ، يو بار وړونکی موټر مې اخيستی او خپل دکان مې هم پرانيستی دی٠ زما نننی نيکمرغی د ډاکټرې ليو يو ليان لخوا را په برخه شوې ده٠ ځکه چې زما د دوو لورګانو د زيږيدو په وخت کی ستونزمنه ولادی پيښه وشوې او ډاکټرې ليو يو ليان د دوو ځلو لپاره زما ميرمن د مرګ له خطر څخه وژغورله ٠ زما کورنی له هغې څخه ډيره مننه کوی٠ ٌ

تر اوسه پوری ډاکټرې ليو يو ليان د څه دپاسه څلور سوو ماشومانو قابله ګی کړېده ، خو د خواشينی ځای دا دی چې هغه خپل ماشوم نه لری٠ له اوږدې مودې راهيسی د سختې ستړتيا له امله که څه هم هغه دری ځله اميدواره شوه ،خو هر ځل يې ماشوم ضايع کړی ٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چې مهربانه ليو يو ليان پر کليوالو باندی ډيره ګرانه ده، که هغه د ناروغۍ د درملنې لپاره د ناروغانو کورونو ته تلله ، د لارې په اوږدو کی به کليوالو ور ته تازه ميوې ورکولې٠ د اخترونو د نمانځنې په وختونو کی به کليوالو د پخو شويو غوښو او نورو خوندورو خوراکی توکيو په وړلو سره هغې ته توده مبارکی ويله ٠ د ويغوری قوم کليوال محمد جان خبريال ته وويل :

 ليو يو ليان يوه ډيره مهربانه ډاکټره ده٠ هر وخت چې که ورځ وی يا شپه ، که ناروغانو اړتيا ورته ولری، هغه ژر تر ژره د دوی کورونو ته ځی او د ناروغانو لپاره د وينو فشار د اندازه کولو او د اکيوپنکچر وهلو په وخت کی هيڅ فيس نه اخلی٠ هره ورځ هغه د ناروغيو د درملنې لپاره د کليوالو له يو کور څخه بل کور ته ځی او ډيره ستړی ده ، خو کله چې کليوال ور ته ٌ رحمت ٌ وايی ، هغه ستړتيا هيروی ٠ ليو يو ليان يوه ٌ ژوند ژغورونکې ښه ډاکټره ٌ ده ، مونږ له هغې سره ډيره مينه لرو او هيله من يو چې هغه روغ جوړه اوسی٠

اوس که څه هم د ډاکټرې ليو يو ليان عمر شپيتو کلونو ته نژدی دی ، خو هغه لا هم د خپلې ژمنې له مخی د زړه له کومی د ځايي کليوالو لپاره طبی خدمتونه ترسره کوی ٠

ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د کليوالی ډاکټرې ليو يو ليان په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يو پوښتنه وکړو چې کليوالو پر هغې باندی کوم افتخاری نوم ايښی دی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځواب راکړئ ! مونږ به د پچې له لاری يو شمير سم ځواب ورکوونکو ته هغه ښکلی سوغاتونه ورکړو چې د شينجيانګ ځانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله !