<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-17 18:07:55    
په بېجينګ کې منظره لرونکی ځايونه --- د بېجينګ ژوبڼ

cri

د بېجينګ ژوبڼ په چين کې د ژويو ساتلو تر ټولو لوی ځای دی چې پراخوالی يې نوی هکتارو ته رسېږی. په دغه ژوبڼ کې د څلور سوه او پنځوس ډولونو پنځه زره ځمکی ژوي او د پنځه سوه ډولونو لس زره کبان ليدل کيږي. هر کال څه دپاسه اوه مليون کورنی او بهرنی سيلانيان له دغه ژوبڼ څخه ليدنه کوی، نو په نړۍ کې ستر شهرت لري.

دغه ژوبڼ چې په ١٩٠٦ کال کې جوړ شوی او سل کلن تاريخ لري، په چين کی لومړنۍ ژوبڼ دی، نو اوس پکې د امپراطورۍ نښه لرونکی څو ودانی ليدل کېږي. د چين د ملی ولسی جمهوريت له جوړېدو راهيسی يې څو ځله رغونه شوې او په نوې بڼه ښکاري. اوس په دغه ژوبڼ کې په چين کې د پانډا پر لويې ډلې سربيره، په نړۍ کې تر ټولو لويه سمندري غرفه هم جوړ شوی ده. او د بېجينګ ژوبڼ د شپېته هېوادونو او سيمو له ژوبڼونو سره د دوستۍ اړيکې ټينګې کړې او د ډېرو هېوادونو او مشهورو کسانو لخوا چين ته ورکړل شوی ژوي دلته روزل او ښودل کېږي.

لوی پانډا د چين ځانګړی عجيب ژوي دی. په ١٩٨٩ کال کې په بېجينګ کې د يوولسمې دورې اسيايی لوبې په تر سره کولو سره، د بېجينګ په ژوبڼ کې د پنډا غرفه جوړ شوه چې پراخوالی يې لس زره مربع مترو ته رسېږی. په دغه غرفه کې

کورونه د بالغ پانډا، ځوان پانډا او مور او ماشوم پانډا په دريو برخو ويشل کېږي. د دوی له کور څخه بهر د پنډا د سساعتېرۍ لپاره د دوه زره مربع مترو په پرخوالي د لوبې ډګر هم شته.

د بېجينګ په ژوبڼ کې سمندری غرفه يوه داسی غرفه ده چې په اسيا کې لومړی، په نړۍ کې تر ځمکی لاندی تر ټولو لويه او عصری بلل کېږی. د دغه غرفې پراخوالی دوه څلويښت زره مربع مترو ته رسيږی او د شنې سيمې پراخوالی اتيا مربع مترو ته رسېږي. رنګ يې په عمده توګه نيلی او نريړ دي چې په جلا جلا توګه د لوی سمندر او د سمندري ژويو د ژوند تازه قوت ور څخه څرګندېږي.

د زرافو دغه غرفه د ١٩٥٧ کال په اګست کې بشپړ شوی. پکې د زرافو د کورونو پراخوالی دوه سوه مربع مترو ته رسيږی او په اوو برخو ويشل کېږي. دلته د سيلانيانو او زرافو تر منځ واټن ډېر لږ دی او يوازی يوه شبکه يې تر منځ شته، نو د نندارې اغېزه ډېره ښه ده.

پر دغو غرفو سربيره، د بېجينګ په ژوبڼ کې ډېر نور ډولونه وحشي ژوي هم ليدل کېږي او د پوهنې مروجه غرفه هم جوړه شوې ده چې د چين په ژوبڼونو کې تر ټولو لويه ګڼل کېږي.