<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-17 18:18:22    
چين د کارګرانو ليږدولو د همکارۍ په اړه خدمتونه بشپړوي

cri

د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکارۍ د پر له پسی نژديوالی له امله لازيات چينايان د کارونو موندلو لپاره نورو هېوادونو ته تللی دی. د دغو وګړيو د حقوقو ساتلو لپاره د چين حکومت د کارګرانو ليږدولو د همکارۍ په اړه خدمتونه بشپړوي. د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغو خدمتونو په باب معلومات وړاندی کړو.

 دا نورو هېوادونو ته د چين د کارګرانو ليږدولو د همکارۍ د تليفونی پوښتنې سيستم دی. د چين د سوداګرۍ وزارت په نورو هېوادونو کې د کارونو په اړه له معلوماتو په تړاو ستاسو د پوښتنو هر کلی کوي او تاسو ته وړانديز کوي چې له پوښتنې مخکې لومړی په نورو هېوادونو کې د کارکولو ځانګړی يادونه واوري.

همدا نورو هېوادونو ته د کارګرانو ليږدولو د همکارۍ تليفونی سيستم دی چې څه موده مخکې د چين د سوداګرۍ وزارت له خوا جوړ شوی دی.

دغه سيستم په ځانګړی توګه د هغو کسانو لپاره خدمتونه کوي چې غواړي په نورو هېوادونو کې کار وکړي.که دوی هر څه پوښتنه ولري،کولی شی چې د دغه سيستم په کارولو سره بېلا بېل اړوند معلومات تر لاسه کړي چې په ترڅ کې يې د اړوندو شرکتونواعتبار،د دغو شرکتونو د پروژو ريښتينوالی، په نورو هېوادونو کې د کارکولو بهير او شرايط او د اړوندو تړونونو يادونه شامله ده.

د چين د سوداګرۍ وزارت د همکارۍ څانګې مشر وو شی لين وويل د دغه سيستم د کارونې موخه هغو کسانو ته لارښوونه ور کول او د دوی حقوقو ساتنه ده چې

غواړي له سمو لارو چارو په نورو هېوادونو کې کاروکړي.هغه وويل

د دغه سيستم د کارونې له امله کارګران کولی شی چې له اسانو لارو چارو په وخت سره د حکومت له خوا نورو هېوادونو ته د کارګرانو ليږدولو د همکارۍ تګلارۍ په اړه معلومات تر لاسه کړي او په نورو هېوادونو کې د کارکولو بنسټيزه پوهنه وګټي چې له امله به يې کارګران له احتمالی خطرونو څخه ډډه وکړی شي او خپلې ګټې وساتي.

د کارګرانو د زياتوالی او د بيې ټيټوالی له امله په وروستيو کلونو کې نورو هېوادونو ته د کارګرانو ليږدونه زياته شوې ده چې له امله يې لازيات چينايان د کارکولو لپاره نورو هېوادونو ته ځي. د يوې شمېرنې له مخې تر اوسه پوری د چين له خوا د ليږدول شويو کارګرانو شمېر ٧ سوه او دېرش زره تنو ته رسيدلی دی چې په ١٦٠ هېوادونو او سيمو کې په بېلابېلو پروژو، راستورانتونو او د مالونو ليږدولو په برخه کار کوي.

نورو هېوادونو ته د کارګرانو ليږلو ترڅنګ ځينی مسئلې هم رامنځته شوې دي. د چين د سوداګرۍ وزارت د همکارۍ څانګې مشر وو شی لين هم په دې اړه وويل په چين کې ځين ناقانونه تصدۍ او کسان په نورو هېوادونو کې دکارکولو په پلمه د خلکو په غولولو لاس پوری کوي . دوی په ريښتينی توګه اړوند تړونونه نه لري، خو په بېلا بېلو ځايونو کې کارګران راغواړي او په اخر کې د تړونونو د نه شتون له امله دغه وګړي نورو هېوادونو ته نه شی ليږدلی.

د دغو مسئلو د حل لپاره د چين د سوداګرۍ وزارت د اړوندو تصديو د توان او پروژو د پلټنې په شمول زيات تدبيرونه نيولی چې د کارګرانو حقوق وساتي او په

همدی وخت کې يې په جدی توګه د دغو کارګرانو وړتيا لوړه کړې ده.

د دغه وزارت مرستيال چن جيان وويل اوس نورو هېوادونو ته د کارګرانو ليږلوپه اړه همکاری د چين د بهرنۍ اقتصاد اوسوداګرۍ يوه مهمه برخه ده چې له امله به يې نه يوازی بهرنی اسعار بلکې د دغو کارګرانو عايدات به هم زيات شي او په چين کې به د استخدام فشارونه کم شي. هغه وويل چين نه غواړي چې د دغې همکارۍ له لاری لازيات کارګران نورو هېوادونو ته وليږي او د نورو هېوادونو په اتکا سره د استخدام مسئله حل کړي او يوازی غواړي چې د خدمتی سوداګرۍ له نړيوالو اصولو سره سم د ګډو ګټو پر بنسټ همکاری ټينګه کړي.