<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-18 18:14:05    
د چين حکومت د درملونو اخيستلو په برخه کې بزګرانو ته استانتياوې برابرې کړې دي

cri

له اوږدې مودې راهيسی د چين په ځينو کليوالو سيمو کې د درملونو اخيستنه يوه ستونزه ده.د وروسته پاتی اقتصاد او ليری والي له امله په زياتو کليوالو سيمو کې د درملونو مغازې يا درملتونونه نه وو او په همدی وخت کې په نوروکليوالو سيمو کې داسی حالت ليدل شوی چې د درملونو کيفيت ښه نه و.

ددغې مسئلو د حل لپاره په ٢٠٠٣ کال کې د چين حکومت پريکړه وکړه چې په کليوالو سيمو کې د درملونو برابرولو او څارنې د بشپړولو دوه شبکې جوړې کړي. له ٤ کلونو وروسته اوس دغه حالت بدل شوی که نه ؟ څه موده دمخه خبريالانو له ځينو کليوالو سيمو څخه ليدنه وکړه.

د نان ما فانګ کلی د چين ختيځ د شان دونګ ولايت په جی بو ښار کې پروت دی چې نفوس يی يوازی زر تنه دی. پخوا په دغه کلی کې د درملونو مغازه يادرملون نه و، نو کليوالو وګړي به د درملونو اخستلو لپاره نژدی ولسوالۍ او شاوخوا کليو ته تلل. په ٢٠٠٤ کال کې ميرمن شي هونګ جينګ په دغه کلی کې دغه شان درملتون جوړ کړ. هغې وويل د حکومت د امتيازی تګلارې د پلی کولو له مخې دغه درملتون پرانيستی چې لګښت يې ډېر کم دی.

د مېرمن شی له خوا ياده شوی تګلاره دا ده چې د ځی بو ښاروالي په کوچينو او منځنيو علاقه داريو کې د درملتونو د جوړولو هڅونه کوي او د پرانيستلو په اړه يې بېلا بېل ماليات له منځه وړي.

د ميرمن شی ګاونډی لی جوفنګ هم ددغه درملتون د جوړولو په اړه خوښی څرګنده کړه. ځکه چې لی جون فنګ ناروغ و، نو د درملونو اخيستنه ورته ډېره اړينه وه. خو پخوا د دغه درملتون د نه شتون له امله له ستونزو سره مخامخ و.

د جی بو ښار د خوړو او درملونو څارنې او ادارې مشر وانګ مو چانګ وويل تر اوسه پوری په هغو علاقه داريو کې چې نفوس او درملونه يې لږ دی، نژدی ٢٢٠٠ دغه شان درملتونونه جوړ کړي دي چې د درملونو کيفيت يی ښه او بيمه يی ټيټه ده.د دغه ښار د درملونو برابرولو شبکه په سلنه ٩٨ کليو کې جوړه شوه.

خبريالانو داسی معلومات تر لاسه کړي چې بزګرانو ته د درملونو د اخيستلو لپاره د لازياتو دغه شان درملتونونو د جوړولو ترڅنګ حکومت د دغو درملونو څارنه او اداره هم پياوړی کړې ده. پخوا په دغه ښار کې يوازی د ولسوالۍ په کچه د درملونو څارنې موسسې جوړې شوې وې خو اوس په علاقه داريو کې هم همدغه شان موسسې هم جوړې شوې دي چې نژدی دری زره تنه کارکونکی پکې د درملونو په څارنه بوخت دي.

د چين د خوړو او درملونو څارنې او ادارې څانګې وياندې ايان جيانګ اينګ وويل په ليرې کليوالو سيمو کې د درملونو برابرولو شبکې د پرمختګ لپاره د چين په زياتو سيمه ايزو حکومتونو کې اړونده تګلاره پلی کيږي . په همدی وخت کې د ولسوالۍ، علاقه داۍ او کلی په شمول په درې کچو سيمو کې د درملونو د څارنې شبکه په پر له پسی توګه د چين ټولو کليوالو سيمو ته پراخه شوې ده. حکومت به د درملونو اخيستلو په برخه کې بزګرانو ته لازياتې اسانتياوې برابرې کړي .