<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-18 17:15:10    
د ذهنی نيمګرتيالرونکې لوبغاړې ما يون لي ورځنی يادښت

cri

د ٢٠٠٧ کال د اګست دوه ويشتمه نېټه، چهارشنبه . نن سهار ښوونکی وانګ، ښوونکی لي او ښوونکې ما زموږ لوبغاړيو ته په دوهم منځنی ښوونځی کې روزنه ورکړه. زه له سختو ستونزو نه ويريږم.

ګرانو اوريدونکو، دغه څرګندونې ما يون لي په خپل ورځنی يادښت کې ليکلی دی. ما يون لي چې عمر يې شل کاله دی يوه ذهنی نيمګړتيالرونکی لوبغاړې ده او دا به د روان کال په اکتوبر کې د چين په شانګهای ښار کې د ٢٠٠٧ کال د اولمپيک په ځانګړی سپورتي لوبې کې ګډون وکړي. ما يون لي د چين د باو جي په ښار کې زېږيدلی. که څه هم عمر يی له شلو کلونو نه زيات، خو ونه يی له لس کلن ماشوم سره برابره او د هوښ ضرب يی يوازی د پنځه او يا شپږ کلن ماشوم په شان دی.

د اولمپيک ځانګړو سپورتي لوبو په اړه د چين پلاوی د ځغاستی او ميدانی اډې عمومی روزونکی جانګ يو څای خبريال ته وويل:

کله چې ما د لومړی ځل لپاره له ما يون لي سره وکتل، ډېر حيران شوم چې يوازي يي د نورو په مټو ګام پورته کاوه. اوس د يوې مودې تمرين له لارې کولی شی چې د پاخه عمر يا ناروغ روزونکي سره مرسته وکړي .

نجلۍ ما يون لي تر زيږيدو درې مياشتې وروسته حتی ژړا نشواي کولی او پر ذهني

نيمګړتياوو برسيره د زړه او سترګو په ناروغيو هم اخته وه . په دوه زره او دوهم کال کې ددې پلار په دې خبر و چې د اولمپيک دريمې دورې ملي ځانګړې سپورتي لوبې به د چين په لويديځ ښار شي نين کې پرانستل شی، نو خپله لور يي وهڅوله چې پکي د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړي . د ځغاستې په لوبه کې د مقدماتي سيالۍ د برياليتوب لپاره ما يون لي د پلار او مور په مرسته د دمبل وهلو ، سينه ايستلو او د شا په تخته د غزيدلو او بيرته کيناستلو په شمول په سختو تمريناتو پيل وکړ چې په پايله کې يي په مقدماتي سيالۍ کې بريالی شوه او ويلی شی چې دغه برياليتوب ددې د ژوند په لار کې يو نوي پيل ګڼل کيږي.

له مقدماتي سيالۍ وروسته د ما يون لي بدني کيفيت په څرګند ډول غښتلی او ذهني سويه يي هم لوړه شوې ده . نن ورځ نجلۍ ما په کور کې ساده کارونه ترسره کولی شي د بېلګې په توګه ډوډۍ پخوي، کوټه پاکوي او داسې نور . برسيره پردې ورځني يادښت ليکي او په تيلفون کې له نورو ملګرو سره خبري کوي چې له دې وروسته يېد يوازيتوب له حالت څخه ځان ژغورلی دی.

ددې روزونکي جانګ يو څاي د ما يون لي ډيره ستاينه وکړه او و يي ويل د ما يون لي په هڅونه د پلاوي هر غړی هم د ورځني يادښت په ليکلو پيل کړی او په هره اوونۍ کې د ښو يادښتونو ليکوونکو ته جايزه ورکوو.

د اولمپيک ځانګړي سپورتي لوبې به په راتلونکي کال کې د چين په شانګهاي ښار کې ترسره شی او ما يون لي به د پنځه ويشتو مترو په واټن ځغاسته او د سفټبال په لوبه کې ګډون وکړ . نجلۍ ما يون لي چې اوس د بيجينګ په اطراف پينګ ګو سپورتي اډه کې تمرين کوي ، زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل ستړی يم ، خو له ستړتيا څخه نه ويريږم او يوازې د سختو مبارزو له لارې د سرو زرو ميدال تر لاسه کولی شی ، موږ ډير خوشحإله يو چې په راتلونکو لويو کې ګډون کوو.

ما يون لي د نورو زياتو معيوبو لوبغاړو لپاره يوه بېلګه ده . له وروستيوکلونو راهيسې د چين حکومت معيوبينو او ذهني نيمګړتيا لرونکو کسانو ګټو او حقونو ته زياته پاملرنه کړې او کوي يي . د چين د معيوبينو ټولنې مشر ميرمن تان شياو چيون خبريال ته وويل دوی په بدني روزنه او د اولمپيک په ځانګړيو لوبو کې د ګډون له لاري خوشحالی او خوښی لاس ته راوړي . دغه راز دوی به د سپورتي لوبو له لاري پر خپل راتلونکي ژوند پوره باور ولری چې دا دوی ته د ځانګړيو سپورتي لوبو له لارې رسول شوي بخت او اقبال دی . ددې پلار ما سه شيان خبريال ته وويل زما لور د ټولې کورنۍ وياړ او فخر دی . ښځه مې په زياتو ناروغيو اخته ده . اوس موږ دواړه له خپل کور څخه په ليري ځاي کې يو. هر کله چې خپلې ښځې ته تيلفون کوم ، لور مې تر هر څه لومړي د مور دحال احوال پوښتنه کوي . د ځانګړو سپورتي لوبو له امله زموږ لويه او هم غښتلې شويده .