<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-18 18:32:05    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په اړه يو لړ خبرونه

cri

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د انتظامی کميټې اجرايوی مشر وانګ وی څو ورځې دمخه د بېجينګ د هوا د حالاتو د کيفيت مسئلې په اړه وويل په ٢٠٠٨ کال کې به د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې د بېجينګ د هوا کيفيت د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې.

دغه څرګندونې ښاغلي وانګ وی د چينايی سوداګرانو په نهمه نړيواله غونډه کې وکړې.د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټې د دغې غونډې د يوې مهمې برخې په توګه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د پيژندنې په اړه فعاليت تر سره کړ. ښاغلي وانګ وې د دغه فعاليت په اړه په يوه مطبوعاتی غونډه کې څرګنده کړه: د چين مرکزي حکومت، د بېجينګ ښاری حکومت او د بېجينګ د اولمپيک لوبو انتظامی کميټه تل د هوا کيفيت ته په درنه سترګه ګوري او دوی د دغې مسئلې د ښه والی لپاره يو لړ تدبيرونه نيولی دی.

د ښاغلي وانګ وی په وينا، په ١٩٩٨ کال کې د بېجينګ حکومت د هوا د ککړتيا د کنترول لپاره يو مليارډه او دوه سوه او شل مليون امريکايې ډالره لګولی دی او د راتلونکو لسو کلونو لپاره يې د هوا کيفيت د ادارې موخه ټاکلې ده. په هغه وخت کې بېجينګ د اولمپيک لوبو د جوړولو حق په اړه غوښتنه نه وه کړې. هغه زياته کړه: په ١٩٩٨کال کې په بېجينګ کې د هغو ورځو شمير يوازی سلو ته رسيدلې چې ښه هوايی کيفيت يې درلود. په تېرو لسو کلونو کې د اړوندو څانګو د کوښښونو له لارې په ٢٠٠٦ کال کې په بېجينګ کې د دغو ورځو شمير دوه سوه او يو څلويښت

ته رسيدلی دی.

څو ورځې دمخه د بېجينګ د اولمپيک لوبو د داوطلبانو څانګې خبر ورکړ چې تر اوسه پورې، د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو په اړه د داوطلبانو شمير له شپږ لکه او شل زرو نه اوښتی او د دغو دوو سپورتي لوبو په اړه د ښارونو د داوطلبانو شمير له څلور لکه او لس زرو نه اوښتی دی.

د بېجينګ د اولمپيک لوبو د داوطلبانو په اړه کارونه د ٢٠٠٥ کال د جون په پنځمه نېټه پيل شول چې له شپږو پروژو او يو موضوع لرونکی فعاليت څخه عبارت دی. اوس د بېجينګ د اولمپيک لوبو د داوطلبانو په اړه بېلا بېل کارونه په سالمه او ثابته توګه روان دی. د روان کال په اګست کې د نيکمرغه بېجينګ په نامه د بېلا بېلو سپورتي لوبو په ترڅ کې څه دپاسه اوه زره تنو داوطلبانو د سياليو خدمتونه وکړل. دغه راز دری ديرش زره تنو نورو ښاری داوطلبانو د بېجينګ د ترانسپورت، سوداګری، طب او سيلانی په ساحو کې د داوطلبانو په يو سل او پنځوسو مرکزونو کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړيو، روزونکو او کارکوونکو ته خدمتونه برابر کړي دی .