<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-18 19:02:12    
د ٢٠٠٧ کال د فوټبال نړيواله ښځينه اتلوالي په شانګهای کې پرانستل شوه

cri

د روان کال د فوټبال د يوې مهمې سيالی په توګه، د ٢٠٠٧ کال د فوټبال نړيواله ښځينه اتلولی د سپتمبر د لسمې نېټې په شپه د چين په شانګهای ښار کې پرانستل شوه. دغه اتلولی د سپتمبر له لسمې نېټې تر دېرشمې نېټې پوری د چين په شانګهای، هانګ جو، چنګ دو، وو هان او تيان جين پنځو ښارونو کې تر سره کېږي. له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه راغلی شپاړس لوبډلې اوس سختی سيالی سره کوي.

د دغې اتلولۍ د پرانستنې په مراسمو کې د فوټبال نړيوالې ټولنې او د چين د تشکيلاتی کمېټې نندارچيانو ته د ښکلا توان په عنوان يوه هنري ننداره وړاندې کړه چې په فوټبا کې يې د ښځينه لوبغاړيو ستره راجلبونه څرګند کړه.

په دغو مراسمو کې د فوټبال د نړيوالې ټولنې مشر جوسيف بلاتر يو ځانګړی توپ د فوټبال پخوانۍ نړيوالې پېغلې او د چينی لوبډلې پخوانۍ لوبغاړی سون ون ته ورډالۍ کړ چې د دغی اتلولۍ د پيل له شپاړسو کلونو راهيسی د ښځينه فوټبال لوبو د ګړندی پرمختګ يوه نښه ده.

د فوټبال ښځينه اتلولی په ١٩٩١ کال کې پيل شوې او په هرو څلورو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي. سږني اتلولی د پنځمې دورې اتلولی ده. لومړۍ اتلولی د چين په ګوانګ جو ښار کې تر سره شوه او سږ کال چين د دوهم ځل لپاره د دغې اتلولۍ کوربه کېږي،

نو ښاغلي بلاتر د پرانيستنې په مراسمو کې په سږنيو سياليو سره دغه اتولي بيرته خپل کور ته ستنه شوې ده. هغه وويل

چين د فوټبال لوبو سرچينه ده. دوه زره کاله مخکې، دغه شان لوبه په چين کې رامنځته شوی ده، نو په چين کې د ٢٠٠٧ کال د فوټبال ښځينه اتلولی تر سره کېدل بيرته خپل کور ته د تللو معنی لري.

شپاړس کلونه مخکې د فوټبال د لومړۍ ښځينه اتلولۍ په پرتله، د ښځينه فوټبال سويه او اغېزه ډېره پياوړی شوی ده. دغه اتلولی په څه دپاسه دوه سوه هېوادونو کې پر ټلويزنونو خپرېږی او د خبر پوښتنې لپاره يې د خبريالانو او ټلويزيوني کارکوونکيو شمېر يو زر او نهه سوه تنو ته رسيږی چې په تاريخ کې تر ټولو زيات دی. په دغه اتلولۍ کې د لومړی ځل لپاره د ګډون کوونکيو لوبډلو لپاره مالي جايزه ټاکل شوی ده چې عمومی اندازه يې شپږ مليون او څلور لکه امريکايی ډالرو ته رسېږی. اتله لوبډله به يو مليون امريکايی ډالره وګټي.

د دغې اتلولۍ د نندارچيانو شمېر هم ډېر زيات دي. د چين د تشکيلاتي کمېټې تر څارنې لاندی د فوټبال چينی مينه وال د ښځينه فوټبال په اړه خپله ډېر شوق او مينه څرګندوي. د سپتمبر تر يوولسمې نېټې پوری په سلو کې اويا ټکټونه پلورل شوی دي. د چين د فوټبال ټولنې مرسيتالې او د ٢٠٠٧ کال د فوټبال د ښځينه اتلولۍ د تشکيلاتي کمېټې اجرائيوی سرمنشې شوی لي وويل

موږ هيله لرو چې دغه اتلولۍ به د فوټبال مينه والو يو جشن وګرځي او هم دا چې د ٢٠٠٧ کال د فوټبال ښځينه اتلولۍ په تاريخ کې تر ټولو بريالۍ اتلولي شي.

پر اغېزو سربيره، د ٢٠٠٧ کال د فوټبال ښځينه اتلولی به ښايی تر ټولو زياته راجلبوونکی اتلولی وي او دا د ټولو روزونکيو او لوبغاړو ګډه نظريه ده. ځکه چې په تېرو څو کلونو کې ښځينه فوټبال ستر پرمختګ کړی دی. د انګلستان لوبډلې روزونکې ميرمن هوپ پويل وويل د دې اټکل سخت دی چې کومه لوبډله به اتلولي وګټي، د وتلي لوبډلو او نورو لوبډلو تر منځ توپيرونه کم شوی، نو ډېرې زياتې لوبډلې د برياليتوب تر لاسه کولو توان لري. دا د سياليو د راجلبونې لپاره يو ګټور کار دی.

د الماني لوبډلې عمومی روزونکې سيلويا نيد وويل د امريکا، چين، سويدن، ناروی او برازيل په شمول لوبډلې د طلايی مډال ګټلو توان لري، دغه شان سيالي په تېره موده کې نه ده ليدل شوی، نو نندارچيان به لوی ګټه اخيستونکی وي.