<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-18 19:15:42    
ديموکراتيک سنتراليزم

cri

د چين کمونست ګوند د يو داسی لوي ګوند په توګه چې اتيا کلن تاريخ ، د واکمنۍ پنځوس کلنه تجربه او اويا مليون تنه غړي لري، څنګه خپله تازګي ساتي؟ د ځينو کارپوهانو په اند، د دغې ځانچګړتيا يو ډير مهم لامل پر ديموکراتيک سنتراليزم ټينګار د دغه جوړښت او بشپړتيا ده.

ديموکراتيک سنتراليزم د چين د کمونست ګوند د بنسټيز تشکيلاتي اصل او د مشرتابه نظام دی. اصلي معنی يې دا ده چې د ديموکراسۍ پر بنسټ سنتراليزم او د سنتراليزم په لارښوونه ديموکراسی سره يو ځای کېږی. په دغه نظام کې ديموکراسی او سنتراليزم د ديالکتيک او يووالي ترمنځ اړيکي لري. ديموکراسی د سنتراليزم مخکيني شرط او بنسټ دی او سنتراليزم د ديموکراسی لارښوونه او نتيجه ده. د ديموکراتيک سنتراليزم پر بنسڼيزې غوښتنې او موخې باندي ټينګار دا مفهوم لری چې د ګوند دننه هم سنتراليزم او هم ديموکراسی، هم انضباط او هم ازادی، هم واحده اراده او هم له شخصی خوښۍ او انرژۍ او فعاليت څخه ډکه سياسی وضعه جوړوي.

د چين د کمونست ګوند په منشور کې په څرګنده توګه د ديموکراتيک سنتراليزم بنسټيز اصول ټاکل شوي چې ګوندي غړی بايد د ګوندي سازمان ، لږ شمېر د اکثريت ، ټيټ پوړی سازمان د لوړ پوړی سازمان اطاعت وکړي، بېلا بېل ګوندي سازمانونه او ټول غړی بايد د ملی کانګرس او مرکزي کمېټې اطاعت وکړي، د ګوند د بېلا بېلو کچو لارښوونکي ارګانونه د ټولټاکنو له لارې رامنځته کېږي چې ددوی

لخوا ليږل شوي نمايندګۍ او د غيرګوندي سازمانونو په ډله کې ګوندي سازمانونه نه وي. لوړ پوړی ګوندي سازمانونه بايد هميشه د ټيټ پوړيو سازمانونو او غړيو نظريې واوري او پر وخت د دوی ستونزې حل کړي.

ديموکراتيک سنتراليزم په دولتی ژوند کې مهم رول لوبوی. د چين ملی ولسی کانګرس او د بېلا بېلو کچو کانګرسونه د ديموکراتيکې رايې ورکونې له لارې رامنځته کېږي او د وګړيو څارنه مني. د چين د ادارې، محاکمې او څارنې ارګانونه ټول د ولسی کانګرس لخوا ټاکل کېږی، د خلکو پر چارو مکلف دي او د دوي تر څارنې لاندی دي. د مرکزي او ځايي دولتي ارګانونو د اختيارونو ويشنه او تقسيم د مرکزي کميټې د واحدې مشرۍ او د هيواد د ټاکلو قوانينو د بنسټ له اصل سره سم ترسره کيږي چې په بشپړه توګه د ابتکار په چارو کې د ځايونو فعال رول ولوبوي .