<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-19 20:20:41    
د نړۍ ماشومان چينی لوبتکې خوښوي

cri

د هر چا لپاره د کوچنيتوب موده ډېر د يادونې وړ وخت وي چې ډول ډول لوبتکې په کې د ماشومانو خوشحالی زياتوي. لوبتکې د هر هيواد ماشومانو ته اړينې دی. په چين کې د لوبتکو جوړولو چارو له وروستيو کلونو راهيسې ډير چټک پرمختګ کړی دی. پخوا د چيني ماشومانو لپاره د لوبتکو ډولونه کم وو، د بېلګې په توګه کاغذباد او بڼکی والاګينډ وی. د چين د اقتصاد له چټک پرمختګ سره سره په تېره بيا له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته په چين کې د لوبتکو ډولونه زيات شوي چې له مخې يې په نړۍ کې دودې شوی لوبتکې د چين بازار ته ننوتلی دی. د دې ترڅنګ د چين د لوبتکو توليدولو تصديو هم د موډل او دود شويو لوبتکو په توليدولو پيل وکړ، د بېلګې په توګه نانځکې او پلاستيکي موټرونه او داسی نورو شيانو جوړولو دود شول.

اوس د چين د لوبتکو توليدونکو تصديو له خوا توليد شوی لوبتکی هم د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو د ماشومانو خوشحالي زياتوي. په نړۍ کې زياتې دغسی نامتو تصدۍ د چين له تصديو سره همکارۍ کوي. چين د لوبتکو توليدولو په اړه تر ټولو لويه اډه لری او د ماشومانو لوبتکی په عمده توګه په چين کې توليد او چمتو کېږي. په٢٠٠٦ کال کې د چين د لوبتکو صادراتی ارزښت له اوه مليارډ امريکايی ډالرو څخه واوښت چې د نړۍ د لوبتکو بازارونو په سلو کې اويا برخه يې نيولې وه. چينی لوبتکی په يو سل او شپيته هېوادونو او سيمو کې خرڅول کېږي چې د اروپايی ټولنی هېوادونو، امريکا او جاپان مهم بازارونه دي. د چين په ختيځ د سمندر پر غاړه د جنګ جيانګ په ولايت کې د لوبتکو توليدونکی فابريکی مشر يی شان شوی وويل زموږ په فابريکه کې د لوبتکې ټول ډولونه له کړکيو څخه جوړېږي او په عمده توګه د اروپا،

امريکا او جاپان تصديو ته صادرېږي. دغه تصدي د لوبتکو د ډيزان غوښتنه وړاندی کوي او زموږ تصدی يې د غوښتنی له مخې چمتو کوي.

دغه لاری چاری د چين د لوبتکو توليدولو په زياتو تصديو کې تر سره کېږي چې چينی تصدی يې د نورو هېوادونو د لوبتکو سوداګرانو د ډيزاين، کاری غوښتنی او د کيفيت معيار له مخې چمتو کوي. د لوبتکو کيفيت د ماشومانو له روغتيا سره تړاو لری، نو د لوبتکی توليدونکي تصدي او د چين د حکومتونو ټولی اړوندې څانګې د لوبتکو کيفيت ته په درنه سترګه ګوری او په پرله پسی توګه يې د دغو تصديو د اداری لپاره تدبيرونه پلی کړي دي.

په وروستيو ورځو کې د چين دولتی شورا د توليداتو کيفيت او د خوراکونو امنيت په اړه کارونه تر سره کړي. دغه شورار د ماشومانو د لوبتکو د توليدولو په برخه کې غوښتنه کوي چې د توليداتو کيفيت لپاره ارشيف جوړ کړي او د لوبتکو توليدولو په ساحه کې د هغو تصديو د ګډون مخه ونيسي چې له معيارونو سره سمون نه لری.

د يوې شميرنی له مخې تير کال چين نړيوالو ماشومانو ته دوه ويشت مليارډ لوبتکې برابرې کړي وی. هر کال د چينی لوبتکو د پلورنی اندازه زياتېږي او نور زيات ماشومان د چين له خوا جوړې شوې لوبتکې خوښوي. په وروستيو ورځو کې د المان د تکنولوژی څارنی ټولنی په وينا د چين له خوا د جوړو شويو لوبتکو کيفيت ډېر ښه او ډاډمن دي.

چين د ښو لوبتکو توليدولو دود لری چې د دغې چاری د اداری په اړه به لا نور پرمختللی او بشپړ نظامونه پلی شي. چينی لوبتکې به نړيوالو ماشومانو ته د لا نورې زياتې خوشحالي چارې برابرې کړي.