<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-19 19:27:23    
د چين د نړيوالې راډيو د معلوماتي سيالۍ د ځانګړې جايزې اخيستونکي په سه چوان ولايت کې

cri

څه موده د مخه د چين نړيوالې راډيو او د سه چوان ولايت د سيلانۍ ادارې په ګډ سره د معلوماتي سيالۍ فعاليت جوړ کړي چې عنوان يي وو سه چوان د پندا ټاټوبي ده ٠ په دغه سيالۍ کې د چين نړيوالې راډيو لس تنه بهرنيو اوريدونکو ځانګړې جايزې وګټلې چې له مخې يي دوي ته سه چوان ولايت ته د سيل بلنه ورکړل شوه ٠ لږه موده د مخه دغه لس تنه جايزه اخيستونکي د چين جنوب لويديځ خوا سه چوان ولايت ته ورسيدل ٠

دغه لس تنه جايزه اخيستونکي اوريدونکي په جلا جلا توګه له امريکا ، هند ، منګوليا ، ويتنام ، المان ، ايتاليا ، المغرب ، ايران ، روسيې او رومانيا څخه راغلي وو٠ د المغرب اوريدونکي ادريس بو وادينا وويل چې سه چوان ته راغلي ، دا احساس لري چې د نورو ځايونو په پرتله دغه ځاي زياتې ځانګړتياوې لري ٠ دلته طبيعي منظرو زه ډير حيران کړم چې د دې ځاي منظرې ډيرې ښکلې دي ، لکه په خپل خوب کې يي چې ليدلي وي ٠ په دغه ولايت کې د ار مي په نوم غر په چين کې د لومړني غر په نوم و پيژندل شو چې د تاريخ ، کلتور او طبيعي منظرې په هکله ډير شهرت لري ٠ د ارمي په غره کې د نباتاتو ډولونه څه د پاسه پنځوس زرو ته رسيږي چې دغه شمير د ټولې اروپا د نباتاتو له ډولونو سره برابر دي ٠ سر بيره پر دي دغه غره هم په چين کې د بودايي دين يو مقدس ځاي هم ګڼل کيږي چې پکې زيات

معبدونه زيات ليدل کيږي ٠ د دغه غره ډير ې لوړې څوکې ته د سرو زرو څوکه وايي او پر څوکې باندې د سره زر يو بودايي مجسمه شته چې جګوالي يي اته څلويښت متره دي ٠ په لوړه څوکه کې د روسيې اوريدونکي نويکوف ايوګيني په درناوي سره وويل دا چې زيات خلک په پلي توګه دومره جګې څوکې ته راخيژي ، دا معني لري چې د سرو زرو دغې يودايي مجسمې ته خپلې درناوي څرګندوي ٠ که څه هم ما پخوا دغه تصوير وليد، خو خاطره مې ژوره نه ده ، اوس ما په خپلو سترګو وليدل چې دغه مجسمه دومره جګه ، عظيمه او وړانکې ډيرې روښانه او ځلانده ښکاري ٠ پرته له دغې مجسمې څخه په دي ولايت کې د له شان لوي بودايي مجسمه هم په چين کې يوه ډير مشهور تاريخي اثر ګڼل کيږي ٠ د له شان لوي بودايي مجسمه د ميلاد په څه د پاسه اوه سووم کال کې د سيلاونو د مخنيوي له پاره د غر په يو اړخ حکاکي شوې ده چې اوږدوالي يي څه د پاسه اويا مترو ته رسيږي او د مجسمې سر د غر له سر سره برابر او دوه پښې يي د سيند د اوبو له سطحې سره برابر دي او دوه سترګې يي د سيند اوبو ته ګوري ٠ ښايي چې دغه بودايي مجسمه سيند ته ګواښ کوي چې سيلابونه رامنځته نه کړي ٠ د منګوليا اوريدونکي سامدانمونګ باتر وويل چې پخوا ما يوازي د له شان د بوايي مجسمې عکس ليدلي وو ، خو اوس مې په خپلو سترګو دغه لويه او عظيمه مجسمه وليدله چې زړه مې ډير خوشحاله شو او ډير احساساتي يم ٠ د ليدني کتنې په ترڅ کې جايزه اخيستونکو اوريدونکو د دغه ولايت د چن دو ښار په اطراف کې د لوي پندا له روزونکي اډې څخه هم ليدنه وکړه چې دوي ته يي ډيرې ژورې خاطري پري

ايښي دي ٠ دوي يو د بل پسي له لوي پندا سره عکسونه واخيستل ٠ د المان اوريدونکي ديتير ګيرهرد ليوپولد وويل دا زمونږ له پاره يو ډير نيکمرغه کار دي چې له لوي پندا سره مو يو ځاي عکسونه واخيستل ٠ دغه له ميني څخه ډک فعاليت نه هيريدونکي دي ٠

سه چوان ولايت ته دڅو ورځني سفر په ترڅ کې هر يو اوريدونکي د چين په باب ډير معلومات تر لاسه کړي دي ٠ د ايران اوريدونکي محمد همايون مهر وويل چې د چين نړيوالې راډيو د ايراني يو اوريدونکي کلوب د مشر په توګه ايران ته د بيرته ستنيدو وروسته به زه خپل اخيستل شوي فلمونه ، عکسونه او اړوندې ليکنې زمونږ اوريدونکو ته وښيم چې دوي هم زمونږ د خوشحالۍ له نعمت څخه برخمن شي ٠