<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-19 18:43:39    
د دريو چيني ښوونکو کيسې

cri

هر کال د سپتمبر لسمه نېټه د چين د ښوونکو له ورځې سره برابره ده .

د ښوونکو ورځې د رارسيدو پر مهال د چين په پوهنتونونو کې نوي تعليمي دوره پيل کيږي . د چين د چينګ هوا پوهنتون د ساختماني او اوبو لګولو چارو پوهنځي استاذ او د چين د علومو او انجنيرۍ اکاډميو غړي پروفيسر جانګ ګوانګ دو د نويو محصلينو د هڅولو لپاره داسي جملې وليکلې : په زده کړه کې کوشش وکړئ چې د هيواد د ساختماني او اوبو لګولو چارو لپاره لا ستر خدمتونه تر سره کړئ.

د ساختماني او اوبو لګولو په چارو کې د مشهور استاذ په توګه پروفيسر جانګ ګوانګ دو د چين د ژيړ او يانځه سيندونو د کنترول لپاره ډير زيات خدمتونه ترسره کړيدي . د علمي څيړنو د درنو دندو د په غاړه اخيستلو تر څنګ ښاغلي جانګ زده کوونکو ته د درس ورکولو لپاره هم کوشش کوي . د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې يي په چين کې د اوبو لګولو پروژو په هکله په درس پيل وکړ او لومړني درسي مواد تاليف کړل. دغه راز د ماستري په کچه زيات محصلين يي هم وروزل . نن ورځ پروفيسر جانګ پنځه نوي کلن سپين ږيری دی ، خو لاهم د اوبو لګولو په پروژو کې د ساختماني توکيو په نامه د کتاب په بيا تاليف لګيا دی چې د خپلو ښوونيزو چارو لپاره يو وار بيا خپل خدمتونه ترسره کړي سره له دې چې دده د ليدو قوت ډير کمزوری دی ، خو لا هم هره ورځ د ذره بين څخه په ګټې اخيستنې ليکي.دده په اند ښوونکي بايد د تل لپاره د علمي چارو په مخکي ولاړ وي . ده وويل که تاسی هره ورځ په داسې حال کې

چې يو کتاب په لاس نيسئ، زده کوونکو ته درس ورکوئ ، ښه ښوونکی نه ياست . ښوونکی بايد د ساينس او تکنولوژۍ له پرمختګ سره سم خپل توان لوړ کړي.

تر اوسه پوري پنځه زره تنه محصلين د پروفيسر جانګ لخوا روزل شوي او ددوي څخه زيات شمير يي د چين د اوبو لګولو او بريښنا توليدولو په چارو کې کارپوهان ګرځيدلي دي.

پروفيسر جانګ د کارپوهانو په روزلو بوخت دی ، ښوونکي لي يون چان چې د هيواد په شمال ختيځ ولايت جي لين کې په ښوونيزو چارو کې د څلويښتو کلونو خدمتونه ترسره کړيدي ، د تيرو زياتو کلونو په اوږدو کې يي د ولايت له دوو سوو کليوالو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو څخه څيړنيزې ليدنې کړې او د کليوالو ښوونکو د روزلو دوه څلويښت اډې يي جوړې کړيدي چې د کليوالې ښوونې د پرمختګ لپاره يي خپل قوت او انرژی وقف کړی دی.

دده يو زده کوونکی يان جاو دونګ د ښوونکي لي د تعليمي لارو چارو د يادونې په وخت کې وويل ښوونکی لي نه يوازی موږ ته زده کړې راکوي ، بلکې يو ډول ځواک او د پوهنې د لاس ته راوړلو لارې چارې را زده کوي چې دغه ځواک زموږ په ټول عمر کې استعماليدي شی.

له درس نه پرته ښوونکی لي د ولايت د کليوالو ښوونو په څيړنو او تحقيقاتو بوخت دی . ده د شپږو کلونو په موده کې د ولايت اتيا سلنې کليوالو منځنيو ښوونځيو ته تللی او د کليوالو ښوونکو د روزلو اډو د جوړولو پلان يي طرح کړی دی. دده د کوششونو له برکته تر اوسه په جي لين ولايت کې دوه څلويښت داسې اډې جوړې شويدي چې له امله يي د کليوالو ښوونکو تدريسي سويه لوړه شوېده.

ښوونکې ليو چينګ هوا د هيواد د شمال ختيځ ښار دا ليان کې په يو ځانګړي

ښوونځي کې کار کوی . تاسی همدااوس د هغو شاګردانو د کتاب لوستلو أواز واوريد چې ذهني نيمګړتياوې لری. ښوونکې ليو هره ورځ سهار په پنځه نيمو بجو ښوونځي ته ځي او دغسی ځانګړيو شاګردانو ته جامې اغوندي او کټونه يي پاکوي. دې وويل هرکله چې زما د کوششونو له لارې يو شاګرد ښه تلفظ کولی شی ،ډير خوشحاله يم او د شاګردانو له مسکا او سلوک څخه څرګنديږي چې زما کوششونه عبث کار نه دی.

اوس په چين کې دوولس مليونه تنه ښوونکي شته . خو د پرمختلليو هيوادونو په پرتله د چين د ښوونکيو شمير او سويه لا هم زيات توپيرونه او فاصلې لري. لکه څنګه چې د چين صدراعظم ون جيا باو ويلي د هيواد سمسورتيا او أبادۍ له ښوونيزو چارو سره نژدی اړيکې لري.