<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-20 18:01:43    
په نړۍ کې تر ټولو کوچنی هېواد واتيکان

cri

اوس په نړۍ کې له يو سلو پنځوسو څخه زيات هېوادونه شته ، خو تر ټولو کوچنی هېواد کوم دی؟ واتيکان د ايتاليی د مرکز روم په شمال لويديځه غونډۍ کې واقع دی چی عمومی پراخوالی يی يوازی صفر اعشاريه ٤٤ مربع کيلو متره او نفوس يی له زرو تنو څخه يو څه زيات دی٠ نو ويل کيږی چی واتيکان په نړۍ کې تر ټولو کوچنی هېواد دی٠ واتيکان يو داسی ښاری هېواد دی چی د کاتوليکی پاپ لخوا اداره کيږی او دولتی مشر يی هم کاتوليکی پاپ دی چی ځان د نړۍ د کاتوليکانو روحانی مشر بولی٠ پخوانی پاپ دوهم پاپ جان پال نوميده او د واتيکان دوه سوه دری شپيتم پاپ وو چی يو پولندی سپين ږيری وو او د ١٩٧٨ کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د پاپ په توګه وټاکل شو٠

د واتيکان تاريخی قدامت اتمی پيړۍ ته رسيږی ، په هغه وخت کې د فرانسی پاچا روم او شاوخوا سيمه د تحفی په توګه پاپ ته ورکړه، ورپسی د پاپ قدرت او تاثيرات پراخ او غښتلی شول او د ايتاليی په منځنی سيمه کې د روم په مرکز او د پاپ تر اداری لاندی يو سلطنت تاسيس شو چی پراخوالی يی څلويښتو زرو مربع کيلو مترو ته رسيدلی و٠ په ١٨٧٠ کال کې ايتاليا واحده شوه او د پاپ لخوا نيول شوی روم او نور ځايونه بيرته تر لاسه شو، دغه راز پاپ له غير مذهبی قدرت څخه هم محروم شو او د مجبوريت له مخی واتيکان ته لاړ، خو هغه دا نه منله چی د پاپ سلطنت محوه شويدی٠ د ١٩٦٩ کال د فبروری په يوولسمه نېټه د ايتاليی مستبد موسولينی له يوولسم پاپ سره د يوه تړون په لاسليک کولو واتيکان د يوه حاکميت

لرونکی هېواد په توګه وپيژانده او ورته يی زياتی مالی مرستې ورکړې٠ همدا شان پاپ په رسمی توګه په دی اعتراف وکړ چی د پاپ سلطنت له منځه تللی دی٠ دغه راز د واتيکان د ښاری هېواد د جوړولو اعلان يی وکړ٠

تر اوسه يو سلو شلو هېوادونو او سيمو له واتيکان سره رسمی سياسی اړيکی ټينګې

کړی او واتيکان يو سلو لسو هېوادونو ته د سفيرانو په کچه مذهبی استازی استولی دی٠ په واتيکان کې يو لوی نړيوال پولی اعتبار موجود دی چی په زياتو هېوادونو کې يی شلګونه مليارډ ډالره پانکی اچولی او ډېر زيات غير منقول اموال هم لری٠