<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-09-20 17:53:05    
ماو ځه دونګ افکار

cri

ماو ځه دونګ افکار د چين له واقعيتونو سره سم يو علمی تيوريکي سيستم دی چې د نوموړي په مشرۍ د چين کمونستانو د مارکسيزم او لنينيزم د بنسټيز اصولو له مخې د چين د اوږدې مودې انقلاب او ابادۍ په بهير کې د يو لړ ځانګړيو او غوره تجربو په راغونډولو سره جوړه کړې ده .

ماو ځه دونګ افکار د مارکسيزم او لنينيزم د بنسټيزو اصولو او د چين د انقلابی واقعيتونو د يو ځای کېدو زېږنده دي، په چين کې د مارکسيزم او لنينيزم د کارونو او دوام پرمختګ ، د چين د انقلاب په اړه د سمو تيوريکي اصولو او تجربو راغونډونه او د چين د کمونست ګوند د ډله يزې ځيرکتيا پايله ده.

د ما ځه دونګ افکارو ژوندی روح د چين د انقلاب او ابادۍ د دريځونو، نظريو او لارو چارو نښه ده چې دري اړخونه يې له واقعيتونو څخه د حقيقت لټونه، د وګړيو له ګټو سره سمه تګلاره او د خپلواکۍ او ازادۍ ټاکنه ده. له واقعيتونو څخه د حقيقت لټونه د ماو ځه دونګ افکارو جوهر ، مرکزی او بنسټيز ټکی دی او د چين د کمونست ګوند ايډيالوژيکې تګلاره ده. له واقعيتونو څخه د حقيقت لټونه له واقعيتونو سره سم د تيورۍ او حقيقت د يو ځايښت او د چين له انقلابي واقعيتونو سره د مارکسيزم او لنينيزم د عامو اصولو د پيوستون مانا لری. ولسي تګلاره په دې مانا ده چې هر کار د وګړيو د ګټو لپاره او د وګړيو په اتکا ترسره کيږي، دغه راز

همدغه تګلاره بايد د وګړيو له غوښتنو او ګټو سره سمون وخوري. د خپلواکۍ او ازادۍ ټاکنه د چين له واقعيتونو سره سم پر وګړيو په اتکا د انقلاب او ابادۍ د تر سره کېدو حتمی نتيجه ده.

ماو ځه دونګ د چين د کمونست ګوند يو بڼسټ ايښودونکی او د نوي چين د لومړۍ لارښوونکې ډلې مشر و.